شاته

امریکايي چارواکو او طالبانو د نشه یي توکو د له منځه وړلو په اړه قطر کې خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره میرمن کرین ډیکر وايي، چې په دوحه کې یې د طالبانو د حکومت د یو تخنیکي پلاوي سره په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې په ګډو اندیښنو او افغانانو ته د ملاتړ د برابرولو په لارو چارو خبرې کړي دي.

میرمن ډیکر د چهارشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر۲۰ ( وږي ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د افغانستان دننه او بهر د افغان کارپوهانو یوې ډلې سره یې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د نړیوالې ټولنې د مرستې په لارو چارو خبرې کړي دي.

میرمن ډیکر لیکلي: "مونږ د نشه يي توکو له منځه وړلو، منع کیدو، د معتادینو درملنه او بدیل معشیت په اړوند مسلو خبرې وکړي. دا چې نړیواله ټولنه څنګه مرسته کولی شي او د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ښځو ونډه څومره مهمه ده- مونږ به د هغوی پرته بریالي نشو د افغانستان دننه او بهر د افغان کارپوهانو ډیرې ارزښتناکې سپارښتنې واوریدلې ".

د امریکايي د متحده ایالاتو دغې دپلوماتې دا نه دي ویلي، چې په دې کتنه کې یې د کومو طالب چارواکو سره کتلي دي.

میرمن کرین ډیګرویلي، چې افغانان او نړۍ د اوږدې مودې راهیسې د نشه يي توکو د ناورین سره مخ دي.

میرمن ډیکر لیکلي: "مونږ د ملګرو ملتونو او نورو شریکباڼو سره افغانانو ته د ملاتړ د برابرولو او د غیر قانوني نشه يي توکو د لعنت له منځه وړلو په برخه کې کار ته سترګې په لار یو ترڅو نشه يي توکي په یو وار او د ټولو لپاره له منځه لاړ شي".

که څه هم د طالبانو د حکومت لوړ پوړو چارواکو په دوحه کې د میرمن ډیکر په ګډون د امریکا د متحده ایالاتو د چارواکو سره څو ځلې کتلي، خو دا لومړی ځل دی، چې افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت دپلوماتان د طلبانو د حکومت د یو پلاوي سره د نشه يي توکو د مبارزې په برخه کې په همکارۍ خبرې کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته د نورو لویدیځو هیوادونو په څیر د کابل څخه خپل سفارت د قطر پایتخت دوحې ته انتقال کړی دی او له هغه ځایه د افغانستان حالات څاري.

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د طالبانو د حکومتي ادارو له لارې افغانانو سره مرستې بندې کړي، خو لا هم د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیواله اداره "یوایس آی ډي" د غیر دولتي موسسو له لارې په افغانستان کې ځینو پروژو ته مالي ملاتړ برابروي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر "سیګار" د سپټمبر په ۱۹ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو او د قانون د حاکمیت نړیوالې ادارې (INL) لا هم په افغانستان کې خپلو ځینې پروګرامونو ته دوام ورکړی دی.

همداشان سیګار ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو او د قانون د حاکمیت نړیوالې ادارې (INL) د ۲۰۰۶ کال راهیسې د ۲۰۲۳ کال جون تر میاشتې پورې د افغانستان د اپینو د تولید د سروې په پروژو کې ۱۰.۳ میلیونه ډالره مصرف کړي دي.

خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره (UNODC) په یو تازه راپور کې، چې د سپټمبر لسم ( وږي ۱۹) خپور کړی په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید په بڼه کې د بدلون خبر ورکړی دی. دغې ادارې په افغانستان کې په چټک او مخ په زیاتیدونکي ډول د متامفتامین د تولید د زیاتیدو او له دغه هیواد څخه د سیمې هیوادونو ته د قاچاق د زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.

ملګرو ملتونو راپور کې ویلي، چې په افغانستان او ددغه هیواد په نږدې ګاونډیو هیوادونو کې د متامفتامین قاچاق دولس برابره زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې موندنې ښيي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته او د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې په نشه يي توکو د بندیز وروسته هم د هروئینو قاچاق په ټیټه بیه دوام موندلی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په درییمه (حمل ۱۴) د یو فرمان په ترڅ کې افغانستان کې د کوکنارو کښت، نشه يي توکو استعمال، انتقال، خرڅلاو، تولید او کاروبار په بشپړ ډول منع کړ.

هغه په دغه فرمان کې خبرداری ورکړی، چې سرغړونکو سره به د شریعت پر اساس چلند څخه کار واخیستل شي او د هغوی فصلونه به له منځه یوړل شي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې متامفتامین تولید او له دغه هیواد څخه یې نړیوال مارکیټ ته د قاچاق د زیایدو په اړه د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره موادو د ادارې (UNODC) راپور له حقیقت څخه لیرې بللی دی.

د طالبانو حکومت ویلي، چې د کوکنارو د کښت د بندیدو د فرمان وروسته یې تر ۵۷۹۹ پورې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو په وړاندې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې ۶۷۸۱ نشه يي توکو قاچاقبران نیول شوي او ۱۷۹۹ ټنه نشه یي ټوکي ضبط شوي او د نشه يي توکو د تولید ۵۸۵ لابراتوارونه یې له منځه وړي دي.

نړیوالو څارونکو هم د طالبانو دا ادعاوې تائید کړي دي.

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې جګپوړي څیړونکي، ویلیم برډ امریکا غږ ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي: "طالبانو د خپل لومړي دورې واکمنۍ پر مهال د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د کوکنارو پر کښت بشپړبندیز لګولی وو او په ۲۰۲۳ کال کې هم همداسې وکړل. دغه کار د کوکنارو په کښت او کرکیلې کې د پام وړ کمښت لامل شوی دی."

د یوې برتانوي موسسې لخوا د سټلایټ پر مټ اخیستل شوي انځورونه هم په ټول افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی ښيي.

په هلمند ولايت کې چې د افغانستان تر نيمايي زيات نشه يي توکي تولید کیدل، د کوکنارو کرکیله په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۲۹ زره هکتارو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۷۴۰ هکتارو ته راټيټه شوې ده.

فورم \ دبحث خونه