شاته

د اصف دراني په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستاني پلاوی د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د خبرو لپاره د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ ( وږي ۳۰) کابل ته رسیدلی دی.

په کابل کې د پاکستان په سفارت کې یو لوړپوړي پاکستاني دپلومات امریکا غږ ته د ښاغلي دراني په مشرۍ د یو لوړ پوړي پلاوي سفر تائید کړ، خو په دې اړه یې د نورو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

اسلام اباد کې ځینو پاکستاني سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې ټاکل شوې دا پلاوی به کابل کې د خپل سفر پر مهال د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان او پاکستان په حالاتو خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت لا تراوسه ددغه پلاوي د سفر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلی.

کابل ته ددغه پلاوي د سفر سره هممهاله د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي، چې هیواد یې د تحریک طالبان پاکستان او داعش په ګډون په افغانستان کې د میشتو تروریستي ډلو د ستر ګواښ سره مخ دی.

د پاکستان د نیوز انګلیسي ژبې ورځپاڼې د یو رپوار له مخې جلیل عباس جیلاني د چهارشنبې په ورځ سپټمبر۲۰ ( وږي ۲۹) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي ۷۸ غونډې په څنډه کې د اسیايي ټولنې یوې غونډې ته د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په اړه د څرګندونو پر مهال ددغو تروریستي ډلو د وړتیاوو په اړه اندیښنه وښودله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د طالبانو د لنډ مهالي حکومت د چارواکو سره په دې مسله په تماس کې دی.

هغه د تروریستانو د ماتولو په اړه د پاکستان د ژمنې یادونه وکړه او ویې ویل، چې تروریستي ډلې هڅې کوي، چې افغانستان کې ځانونو ته د پښې ځای پیدا کړي او باید چې ددغو ډلو ګواښ ګاونډیو هیوادونو او ټولې نړۍ ته د ګواښ په توګه وګڼل شي.

هغه وویل، چې پاکستان د طالبانو د حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د هڅو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې سره هم د افغانستان په اړه همکاري کوي.

ښاغلي جیلاني په پاکستان کې د اوږدو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو د شتون مسلې یادونه وکړه او ویې ویل، چې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې سره کارکوي ترڅو دغه کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په خپلو څرګندونو کې وویل، چې پاکستان په افغانستان کې د بشري حقونو اړوند مسلو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه د نړیوالې ټولنې په اندیښنو کې ځان شریک ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د سیاسي ملاحظاتو پرته افغانانو ته د بشري مرستو برابرولو یادونه هم وکړه او په دې برخه کې د پاکستان ژمنه باندې ټینګار وکړ.

کابل ته د اصف دراني په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د سفر دمخه د دغه هیواد صدراعظم انوارالحق کاکړ سپټمبر ۱۷ (وږي۲۶) په افغانستان کې د طالبانو رئیس الوزار ملا محمد حسن اخوند ته په یو لیک کې د دواړو هیوادونو اقتصادي او امنیتي ستونزو د حل لپاره د همکارۍ په ډیروالي ټینګار کړی و.

د پاکستان د حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې کاکړ پدې لیک کې د طالبانو د حکومت مشر څخه مننه کړې چې تیره میاشت یې ورته د صدراعظمۍ مبارکې ورکړې وه.

دې چارواکي همدارنګه ویلي چې په لیک کې د طالبانو د حکومت سره د امنیت په برخې کې اندیښنې شریکې شوي او پدې ټینګار شوی چې په ګډه ددې ستونزې د حل لارې چارې ولټول شي چې دواړه هیوادونه وکړی شي اقتصادي پرمختګ وکړي او سوداګري زیاته شي.

د پاکستان صدراعظم پدې لیک کې لیکلي، "سیمه ایز اتصال او سوداګري زمونږ د ولسونو د نیکمرغۍ لپاره دي. مونږ باید ډیر زیار وباسو چې دا ګډ اهداف تر لاسه کړو".

په دې وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په تروریستي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی، د ځینو دغو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان حکومت د طالبانو حکومت په دې تورن کړی، چې د تحریک طالبان ډلې غړیو ته د پناه د ورکولو ترڅنګ د ازاد فعالیت ترسره کولو اجازه هم ورکړې ده.

د چترال په سرحدي سیمه کې د روانې میاشتې سپټمبر په شپږمه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې له خوا د پاکستان د پوځ په دوو امنیتي پوستو د بریدونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې ددغه برید او په همدې ورځ په تورخم کې د طالبانو د سرحدي ساتوونکو له خوا پر پاکستاني پوستو د بریدونو په اړه یې خپلې اندیښنې د طالبانو د حکومت چارواکو ته رسولي دي.

د پاکستان حکومت او په کابل کې د طالبانو حکومت تر اوسه ددې لیک په هکله تبصره نده کړې خو داسې مهال لیږل کیږي چې د اسلام اباد شکایتونه ډیر شوي.

پاکستاني چارواکي شکایت لري چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې پدې هیواد کې د وسله والو بریدونه ډیر شوي او ادعا لري چې د همدې وسله والو مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځای څخه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي.

خو طالبان بیا دا تورونه نه مني او وایي هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل چا پر ضد کار واخلي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم تیره اوونۍ امریکا غږ ته دا هم ویلي و چې د اړتیا پر وخت به په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو غورځنګ ټي ټي پي په پټنځایونو ځایونو باندې نظامي عملیات او یا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړي.

هغه پرته لدې چې د دې عملیاتو جزیات ورکړي وویل، "هر چیرته چې مونږ ګمان وکړو زمونږ د خاورې او ولس د خوندیتوب لپاره عمل کول ضروري وي، مونږ به یې وکړو".

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو پلاوی د جولای میاشت کې هم کابل ته سفر کړی و او هلته یې له طالبانو د حکومت د چارواکو سره خبرې کړې وي.

د دغو غونډو په اړه باخبره سرچېنې امریکا غږ ته ویلي و، چې په غونډو کې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو "ټي ټي پي" د بریدونو او په افغانستان کې د "هغوی د موجودیت" په اړه بحثونه شوي وو.

دغه سرچینه وايي چې طالبانو په دې اړه د هبت الله "فرمان" هم له پاکستاني مقاماتو سره شریک کړې و.

په دې فرمان کې ویل شوي‌ چې ملا هبت الله له افغانستان څخه د سرحد په پورې غاړې او په پاکستان کې بریدونه "حرام" ګڼلي او طالبانو خپل هوډ بیا تازه کړی چې چاته به اجازه ورنکړي د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

فورم \ دبحث خونه