شاته

د کاناډا عالي کمیسیون وايي په هند کې د خپلو دپلوماتانو شمیر 'تنظیموي'

د کاناډا عالي کمیسیون د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي ۳۰) وویل چې دوی به په هند کې د خپلو دپلوماټانو شمیر "تنظیم" کړي.

کاناډا دا تصمیم وروسته له هغه نیولی چې په ټولنیزو رسنیو کې کاناډایي دپلوماتانو ته پداسې حال کې ګواښونه شوي چې له نوي ډهلي سره یې دپلوماتیک کړکیچ مخ په ډیریدو دی.

د کاناډا صدراعظم جسټین ټرودو له هند څخه غوښتي چې د هغو تورونو په اړه "ډیر جدي" اقدام وکړي چې وایي هندي اجنټانو د جون په میاشت کې وینکوور ته نږدې د هردیپ سینګ نیجار په وژنه کې رول لوبولی و.

دغه پیښه د دپلوماټانو د ایستلو او د هند له لورې د کلکه انکار سبب شوه او وویل ټولې هغه څرګندونې چې وایي دوی د نیجار په وژنه کې رول لوبولی دی "بې ځایه" دي.

د کاناډا کمیسیون په یوه اعلامیه کې وویل: "د اوسني چاپیریال په رڼا کې چې کړکیچ ډیر شوی، موږ د خپلو دپلوماټانو د خوندیتوب لپاره اقدام کوو."

کمیسیون زیاته کړې چې ځینو دپلوماټانو ته یې په مختلفو ټولنیزو رسنیو کې ګواښونه شوي نو پدې خاطر د کاناډا د نړیوالو چارو اداره په هند کې د خپلو کارمندانو بشپړه ارزونه کوي: "په نتیجه کې او د احتیاط په خاطر موږ پریکړه وکړه چې په موقتي توګه په هند کې د خپلو کارمندانو شتون تنظیم کړو."

د پنجشنبې په ورځ سهار په کاناډا کې د هند د رسمي ویزو د ورکولو څانګې وویل، دوی ته ویل شوي چې د غوښتنلیکونو ارزول ودروي.

له دې اعلان وروسته سمدلاسه په هندي رسنیو کې خپور شو، د BLS نړیوالو خدماتو په نامه شرکت چې په ټوله نړۍ کې د حکومت او دپلوماتیکو ماموریتونو لپاره خدمات چمتو کوي د خپلې ویبپاڼې څخه خبرتیا لیرې کړه. د هند د بهرنیو چارو وزارت سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویزو ځنډیدل یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته کیږي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل، دوی په کاناډا کې د خپلو اتباعو د خوندیتوب په اړه اندیښمن دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبه په ورځ په یو بیان کې وویل: "ګواښونو په ځانګړي ډول هندي دپلوماتان او د هندي ټولنې هغه برخې په نښه کړي چې د هند ضد اجنډا سره مخالفت کوي...له همدې امله هندي اتباعو ته سپارښتنه کیږي چې په کاناډا کې هغو سیمو او احتمالي ځایونو ته له سفر کولو ډډه وکړي چې دا ډول پیښې په کې لیدل شوي دي."

پدې سپارښتنې کې د ځانګړو ښارونو یا ځایونو نوم نه دی اخیستل شوی.

هردیپ سینګ نیجار په وینکوور ښار کې د سیکانو د یو معبد بهر د دوو نقاب لرونکو لخوا په ډزو وژل شوی و.

نیجار چې د خالصتان په نوم د سکهانو د دولت د رامنځته کیدو یو فعال و، د هندي مقاماتو لخوا د ترهګرۍ او د قتل د دسیسې په تور غوښتل کیده.

د کاناډا د سکهانو نړیوال سازمان چې یوه غیر انتفاعي ټولنه او په کاناډا کې د سیکانو د ګټو دفاع کوي وایي چې نیجار دا تورونه رد کړي وو.

د هند حکومت په اوټاوا تور لګوي چې د سخت دریځو سک ملتپالو په فعالیتونو سترګې پټوي چې د هند په شمال کې د سکهانو د یو خپلواک دولت د جوړولو ملاتړ کوي.

فورم \ دبحث خونه