شاته

د امریکا کانګرس له حکومت څخه غوښتي پر تایوان د وسلو پلور چټک کړي

د امریکا د کانګرس غړو دا اونۍ له سپینې ماڼۍ څخه وغوښتل چې پر تایوان د نږدې ۱۹ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو د پلور بهیر ګړندی کړي.

دا اقدام د دې ویره په ډاګه کوي چې چین ښایي پر تایوان یرغل وکړي.

د کانګرس دموکراj غړی ادم سمیت وايي، چین د جاپان، فلیپین، ویتنام، اندونیزیا، هند او آن د روسیې پر ځینو سیمو د مالکیت ادعا لري او غواړي چې د خاورې برخه یې شي.

هغه وايي: "که دوی په زور کولای شي تایوان ته ولاړ شي، دا به وروستی ځای نه وي چې دوی هڅه کوي د زور له لارې یې د خپلې خاورې برخه کړي."

بل خوا، د اندونیزیا پوځ د سه شنبې په ورځ د جنوبي چین په سمندر کې د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو سازمان (اسیان) له نورو غړو هیوادونو سره پنځه ورځني سمندري تمرینات پیل کړل. په ورته وخت کې چین هم په سیمه کې د خپل قدرت ښودلو ته دوام ورکوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ د اندونیزیا په مشرۍ د تمرينونو په اړه وویل: "موږ د جنوبي چین سمندر په اړه روښانه او ثابت دریځ لرو."

امریکایي قانون جوړوونکو اندیښنه څرګنده کړې چې متحده ایالات لا تر اوسه تایوان ته د شاوخوا ۱۹ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د پلور ژمنې نه دي پلي کړي.

د چین په اړه د استازو د جرګې د غوره شوې جرګه ګۍ مشر مایک ګالیګر امریکا غږ ته وویل، که څه هم کانګرس د لوجیستیکي ننګونو له امله له خنډ سره مخ دی، خو د دفاعي صنعت په برخه کې پکار ده پر تایوان د وسلو پلور او لېږد ګړندی شي.

مایک ګالیګر وويل: "موږ د خپلو زیرمو د ډکولو لپاره څو کلن تخصیص نه دی چمتو کړی. زموږ د دفاعي صنعتي تمرکز ډیر محدود شوی دی. نو موږ په بد وضعیت کې یو، او موږ باید دا حالت سم کړو." هغه وايي، دا د اوکراین د جګړې یو له درسونو څخه دی چې امریکا تر اوسه نه دی زده کړی.

د کانګرس ځینې جمهوري غوښتونکي غړي بیا استدلال کوي چې د بایډن اداره د تایوان په اړه په تګلاره کې کافي واک نه لري چې له امله یې پر تایوان د وسلو د پلور پلان اغېزمن شوی دی.

خو د سیمه ییز امنیت په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله میرا ریسنیک وايي: "تېر کال موږ پر تایوان د دومره پوځي تجهیزاتو د پلور پخلي کړی چې په تېرو ۳۰ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د اوسنۍ ادارې لخوا، پر تایوان د ۶ میلیارد ډالرو وسلو پلور ته اجازه ورکول شوې ده."

مګر د متحده ایالاتو چارواکو ومنله چې دفاعي قراردادیان باید خپل تولید ګړندی کړي.

میرا ریسنیک په دې اړه وايي: "موږ باید د پوځي صنعت سره په ګډه کار وکړو ترڅو په دې بهیر کې موثریت رامنځته شي او ډاډ ترلاسه شي چې دوی دلته او بهر د تولید لیکي پرانیزي او په پای کې ډاډمن شو چې موږ کولای شو په خپل وخت دغه پوځي تجهیزات ورسوو."

د تایوان سره د امریکا د اړیکو د قانون له مخې، متحده ایالات اړ دي چې ډاډ ترلاسه کړي چې تایوان د خپل ځانه د دفاع توان لري.

د امریکا دفاعي چارواکو قانون جوړوونکو ته ډاډ ورکړی چې امریکا د "یو چین" تګلارې ته ژمنه ده او د بیجینګ دا نظر نه تاییدوي چې تایوان د خپل حاکمیت برخه بولي.

فورم \ دبحث خونه