شاته

امریکا د وینزویلا نږدې ۵۰۰زره اتباعو ته د لنډ مهاله استوګنې او کار جواز ورکوي

د امریکا حکومت د چهار شنبې په ورځ، د سپټمبر۲۰ (وږي ۲۹مه) وویل، چې په وینزویلا کې د مخ په زیاتیدونکي بې ثباتۍ او ناامنه شرایطو له امله به ددغه هېواد ۴۷۲زره اتباعو ته اجازه ورکړي چې په متحدو ایالاتونو کې پاتې شي او د ۱۸ میاشتو لپاره په قانوني توګه کار وکړي.

د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ولسمشر جو بایډن اداره به د وینزویلا هغو اتباعو لپاره چې د ۲۰۲۳م کال، د جولای میاشتې د ۳۱مې نېټې څخه مخکې په متحده ایالاتو کې وو، "لنډمهاله محافظتي وضعیت" تمدید او همداراز له متحده ایالاتو څخه د هغوی د ایستلو پر وړاندي به ورته مؤقت خوندیتوب او د کار جواز ورکړي.

په اعلامیې کې راغلي‌ چې د متحدو ایالتونو د کورنیو چارو وزیر، الخاندرو مایورکاس دا پریکړه "په وینزویلا کې د بې ثباتۍ او د خوندیتوب د نشتوالي پر بنسټ" کړې ده.

اعلامیه زیاتوي، چې اوسمهال د موجوده "لنډمهاله محافظتي وضعیت (ټي پي اس)" څخه د وینزویلا څه ناڅه ۲۴۲۷۰۰وګړي برخمن دي، خو د ټي پي اس د وضعیت د تمدید په پایله کې، شاوخوا ۴۷۲زره اضافي وینزویلایان چې په متحدو ایالاتونو کې ژوند کوي، کولای شي د متحده ایالاتو څځه د ایستلو پر وړاندې د محافظت غوښتنه وکړي.

دا پروګرام د امریکا د کانګرس لخوا د هغو بهرنیو اتباعو لپاره طرحه شوې دی چې د طبیعي پیښو، وسله والو نښتو یا نورو غیر معمولي شرایطو له امله په خوندي ډول خپل هیواد ته نشي ستنیدلای.

ملګري ملتونه وايي، له هغه مهال چې په ۲۰۱۳م کال کې ولسمشر نیکولاس مادورو واک ترلاسه کړی دي، له اوو میلیونو څخه زیات کسان له وینزویلا څخه وتلي دي، ځکه د تیلو ددغه ستر صادرونکې هېواد اقتصاد له منځه تللی دی.

همداراز د امریکا متحده ایالتونه د هغو لسګونو هېوادونو په ډله کې وو چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د وینزویلا په ټول ټاکنو د درغلیو له امله د مادورو بیا ټاکنه غندلې ده.

بلخوا ولسمشر بایډن د اوونیو راهیسې د کډوالو په مسلې کې د خپل ډموکرات ګوند د غړو لخوا او په لومړي سر کې د نیویارک څخه چې ګڼ شمېر نوي کډوالو ورته را رسیدلي او ډیر یې وینزویلان دي،‌ تر فشار لاندې دی.

ددې برسیره، شاوخوا ۲۰ ډموکراټو سناتورانو د جولای په میاشت کې له ولسمشر بایډن څخه وغوښتل چې د وینزویلا او نیکاراګوا لپاره د "لنډمهاله محافظتي وضعیت (ټي پي اس)" ارزونه له سره وکړي.

دغو سناتورانو د ولسمشر مادورو حکومت د نږدې ۲۰۰ سیاسي بندیانو د زنداني کولو او په ټول ټاکنو کې د مخالفو ګوندونو د نوماندانو بې برخې کولو په ګډون، د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی دی.

فورم \ دبحث خونه