شاته

لاوروف د امنیت په شورا کې د روسیې د ویتو د حق دفاع وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږې۲۹) د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د روسیې د ویتو د حق څخه استفاده کول د نړیوالو اړیکو «مشروع وسیله» وبله او ترې یې دفاع وکړه.

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر غوښتي وو چې په اوکراین باندې د یرغل له کبله باید د امنیت په شورا کې له روسیې څخه د ویتو حق واخیستل شي.

لاوروف د امنیت شورا ته وویل: «د ویتو څخه استفاده کول د ملګرو ملتونو په منشور کې د کاملې مشروع وسیلې په توګه ثبت شوي او هدف یې د داسې پرېکړو مخنیوی دی چې دا سازمان وېشلای شي.»

نوموړي د خپلو خبرو په مهال همدغه راز وویل چې لویدیځو هېوادونو په وروستیو کلونو کې په اوکراین کې داخلي اختلافات پیل کړي، کیف ته یې وسلې ورکړې او د روسیې په ضد یې پوځي خشونت ته برابر کړي دي.

هغه زیاته کړه چې لویدیځو هېوادونو څو ځلې د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې د نه مداخلې اصول مات کړي دي.

لاوروف وویل چې چمتو دي له بحران څخه د وتلو لپاره له اوکراین سره مذاکره وکړي، خو ادعا یې وکړه چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دا مذاکره رد کړې ده. زیلینسکي په وار وار دا خبره کړې چې تر هرې مذاکرې مخکې باید روسیه د اوکراین ټولې اشغال شوې سیمې پرېږدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدغه راز ادعا وکړه چې لویدیځ هم نغواړي چې په برابرو شرایطو کې له روسیې سره تعامل وکړي او په خبره یې دغه کار د اوسني بحران لامل شوی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په اوکراین باندې د روسیې تر یرغل مخکې له لاوروف سره کتلي وو، خو د جګړې له پیل وروسته یې نه دي‌ غوښتي له هغه سره وګوري. اوس هم په نیویارک کې د دغو دوو دپلوماتانو ترمنځ د کوم ملاقات پلان نشته.

فورم \ دبحث خونه