شاته

رحمان: تېرو دوو کالونو کې له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږې۲۹) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې وویل چې په تېرو دوو کالونو کې د نشه يي توکو قاچاق په خاص ډول له افغانستان څخه زیات شوی دی.

نوموړي وویل چې تاجیکستان له افغانستان سره په سرحد کې څه باندې ۱۰ ټنه نشه يي توکي نیولي چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتوالی ښکاره کوي.

دوې میاشتې مخکې ملګرو ملتونو په یو راپور کې وویل چې افغانستان د متامفتامین او هیروینو په یو لوی تولید کوونکی هېواد بدل شوی او اکثریت دا مواد له افغانستان څخه د باندې قاچاق کېږي.

په دغه راپور کې ویل شوي دي چې د متامفتامین، چې افغانستان کې تولید شوي، له ضبط او نیول کېدو څخه ښکاري چې په دغه هېواد کې د مخدراتو څخه خړوب کېدونکی اقتصاد مخ په بدلېدو دی.

افغانستان په نړۍ کې د تریاکو ستر تولید کوونکی هېواد بلل کېږي.

دا په داسې حال ده چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ویلی دي چې یو لړ رغوونکي اقدامات یې کړي چې په ادعا یې په افغانستان کې د نشه يي توکو کر کیلی صفر ته رسېدلی دی.

د تاجیکستان ولسمشر وویل چې په منځنۍ اسیا کې امنیت، ثبات او سیمه ایزه همکاري د افغانستان له وضعیت سره مستقیمه اړیکه لري. هغه وايي چې افغانستان لا هم له بد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشکل سره مخامخ دی.

نوموړي یو ځل بیا په افغانستان کې د همه شمول حکومت په جوړېدو او بین الافغاني مذاکراتو په پیل کېدو ټېنګار وکړ او ویې ویل چې دا په افغانستان کې د پایداره امنیت او ثبات لپاره مهم دي.

خو طالبانو په وار وار ویلي دي چې حکومت یې همه شمول دی او دا ډول څرګندونې یې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ګڼلې ده.

د مرستو د زیاتولو غوښتنه

امام علي رحمان وویل چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره مرستې زیاتې کړې او له نورو هېوادونو څخه یې هم وغوښتل چې له هغه هېواد سره بشري مرستې زیاتې کړي.

هغه وویل: «هاغسې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل، ۹۷ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي. په دغه سخت حالت کې تاجیکستان د افغانستان د خلکو سره د مرستو لپاره د شپږو سرحدي پلونو د جوړولو په ګډون د بشري او زیربنايي مرستو د زیاتولو لپاره خپله ژمنه بیا تازه کوي.»

نوموړي ټېنګار وکړ چې د ترهګرۍ، افراطیت او نشه يی توکو د قاچاقو سره نړیواله مبارزه باید هر اړخیزه وي.

رحمان زیاته کړه: «موږ له نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ، هوډ لرو چې په ۲۰۲۶ کال کې د ترهګرۍ سره او د ترهګرۍ د تمویل سره د مبارزې په اړه په دوشنبې کې یوه نړیواله غونډه جوړه کړو.»

نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو له ادارې څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ، افراطیت او نشه يي توکو سره په مبارزې کې ډېره همکاري وکړي.

فورم \ دبحث خونه