شاته

هغه ځوان چې د الازهر پوهنتون کې د تحصیل لپاره په بایسکیل ۴۰۰۰ کیلیو میتر مزل وکړ

په مصر کې د الازهر مشهور پوهنتون وايي د ګیني هغه زده کوونکي ته یې تحصیلي بورس ورکړی، چې په دغه پوهنتون کې یې د زده کړو لپاره په بایسیکل باندې ۴۰۰۰ کیلو میتر [۲۵۰۰ میله] مزل کړی دی.

د ګیني اوسېدونکي مامادو صفایو باري په بایسکیل باندې له شپږو هېوادونو مالي، بورکینا فاسو، توګو، بینین، نایجر او چاد څخه تېر شوی چې په الازهر کې «اسلامي زده کړې» وکړي.

د مصر د اسلامي زده کړو د پوهنځي مشرې نهله الصعیدي تېره ورځ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې له دغه زده کووونکي سره یو ګډ تصویر خپور کړی دی.

دغې استادې ته منسوب د اکس [ټویتر] او فیسبوک په حسابونو کې لیکل شوي دي، چې له باري سره یې تر ملاقات وروسته هغه ته داسې تحصیلي بورس ورکړی چې ټول مصارف یې نغاړي.

هغې لیکلي دي چې د مصر پوهنتون دروازې د ټولې نړۍ په مخ خلاصې دي او «الازهر ته د نړۍ ډېر زده کوونکی راځي، الازهر یې سمبالوي او تحصیلي بورسونه» ورکوي.

باري چې ۲۵ کاله عمر لري او د یو ماشوم پلار دی وايي چې له ډېر وخت څخه یې په زړه کې دا غټ ارمان و، چې په مصر کې زده کړې وکړي، خو نه یې د زده کړو او نه هم مصر ته د تګ لپاره د الوتکې د ټکټ اخیستو مالي توان لره.

نوموړي بالاخره پرېکړه وکړه چې په بایسکیل باندې مصر ته حرکت وکړي، هغه له ډېرو سختیو ګاللو وروسته بالاخره چاد ته رسېږي او دلته یې یو خبریال په حال خبرېږي. دغه خبریال ورسره مرکه کوي او کېسه یې په ټولنیزو رسنیو خپروي چې بالاخره خلک ورسره مرسته کوي او هغه ته مصر ته د پرواز لګښت برابرېږي.

د بي بي سي د انګلیسي ویبسایټ د راپور په اساس، باري په بورکینا فاسو او توګو کې درې ځلې نیول شوی او ځورول شوی هم دی.

د مصر د اسلامي‌ زده کړو د فاکولتې مشرې نهله الصعیدي هم په خپلو ټولینزو رسنیو کې دا خبره کړې ده او لیکلي یې دي چې باري په لاره کې ډېر زحمتونه ګاللي، خو په خبره یې د هغه هوډ او نیت تر دغو زحمتونو ډېر قوي وو.

باري د سپتمبر په پنځمه نېټه مصر ته رسېدلی دی. هغه وايي: «نه یې شم ویلای څومره خوشحال یم. ډېره مننه خدایه.»

مصر په اسلامي هېوادونو کې د سنیانو لپاره یو مشهور اسلامي مرکز او لرغونی پوهنتون دی.

فورم \ دبحث خونه