شاته

بکتاش سیاووش: پلار مې چې درې ورځې ورک و، په 'مرموزې پېښې' کې مړ شوی

د افغانستان د مخکني حکومت د ولسي جرګې پخوانی غړی بکتاش سیاووش وايي چې پلار یې په جرمني کې په یوې مرموزې پېښې کې مړ شوی دی.

د هغه پلار محمد داوود سیاووش نومېده چې خبریال، محقق، شاعر او د افغانستان د لیکوالانو د ټولنې غړی و.

بکتاش سیاووش وايي چې پلار یې درې ورځې ورک و او د جرمني پولیسو یې مړی موندلی او په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې دغه پخواني غړي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «حقیقت ته د رسېدو لپاره د جرمني د پولیسو تحقیقات روان دي او زموږ کورنۍ د دغې مرموزې پېښې په اړه حقیقت ته تر رسېدو پورې انتظار کوي.»

د ۲۰۲۰ د نومبر په اوومه نېټه د افغانستان د مرکزي بانک د مامورانو په یو موټر چاودنه شوه، چې د داوود سیاوش زوی یما سیاووش او دوه نور همکاران یې په ووژل شول.

هغه وخت د یما سیاووش کورنۍ دا پېښه مرمزوه ګڼلې وه او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه غوښتي وو چې په دې په اړه پلټنې وکړي.

بکتاش سیاووش لیکلي دي: "زموږ مبارز او نه ستړی کېدونکی پلار [محکمې ته] د یما سیاووش د قاتل، د قتل د عامل او د عامل د ملاتړي د کشولو لپاره له دوو کالونو او لسو میاشتو راهېسې لکه غر ولاړ و، نړیوالې محکمې ته زما د ورور د قتل د قضیې په انتقال سره یې عدالت ته د رسېدو هلې ځلې کولې.»

هغه لیکلي دي: «زما د پلار شهادت ډېر مرموز او پوښتنې پاروونکی دی. د دغه مبارز او عدالت غوښتونکي روح ته دوعا کوم او د جرمني له حکومت او نورو معتبرو نړیوالو ادارو څخه غواړم چې په دې اړه جدي پلټنه وکړي او حقیقت ته تر رسېدو پورې موږ سره وي.»

د افغانستان د مخکني حکومت مقاماتو ویلي‌ وو د ۱۱ کسانو هغه ډله یې نیولې چې د یما سیاووش په قتل کې دخېل او د طالبانو غړي‌وو. طالبانو هغه وخت په دغې پېښې کې خپل لاس لرل رد کړي وو.

فورم \ دبحث خونه