شاته

طالبان وایي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې تر 100ؤ زیاتې نوې امنیتي پوستې جوړې کړې دي

په افغانستان واکمن طالبان وایي د تېرو دوؤ کالو نه چې هغوي بیا واک ترلاسه کړی نو پاکستان سره یې د ډیورنډ په کرښه دافغانستان ختیځو ولایتونو کې تر ۱۰۰ زیاتې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

طالب چارواکي وایي چې د ډيورنډ دکرښې په اوږدو کې یې دا پوستې ددفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب په امر جوړې کړې دي اؤ وایي د نورو پوستو جوړولو لړۍ هم دوامداره ده.

روانه میاشت تورخم کې په ډیورنډ کرښه دطالبانو د سرحد ساتونکو ځواکونو د یوې امنیتي پوستې جوړولو پسر دپاکستان اؤ افغانستان دځواکونو ترمنځ یوه سخته نښته شوې وه چې له دغې نښتې وروسته دپاکستان لخوا تر نهو ورځو د تورخم لاره تړل شوې وه.

پاکستان له افغانستان سره شاوخوا 26 سوه کیلومیټره اوږده "پوله" لري چې پاکستان ورته خپل مستقل سرحد وایي خو دافغانستان دننه چې هر حکومت راځي هغه دا کرښه فرضي بولي .

سږکال د جون په میاشت کې په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ددفاع وزیر ملا یعقوب پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده اؤ چې کله ولس وغواړي نو دوي به د ډیورنډ پوښتنه وکړي.

دافغانستان طوع ټیلي ویژن پخپل یو رپورټ کې دافغانستان دختیځ د سرحدي ځواکونو د کمانډر قاري یا قومندان قاري معراج له خولې ویلي ، چې دوي د تېرو نزدې دوو کلونو په اوږدو کې افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې تر سلو زیاتې نوې پوستې جوړ کړې دي او وایي دا لړۍ لا دوامداره ده.

هغه ویلي تر دې مخکې سرحدي پوستې د کرښې نه ډیرې شاته وې خو وایي اوس یې په صفري کرښه کې جوړې کړې دي.

طلوع پخپل رپورټ کې دطالب امنیتي چارواکو له خولې ویلي چې په کومو سرحدي سیمو کې دا امنیتي پوستې جوړې کړل شوې دي هلته لارې یا سړکونه هم رغول شوي اؤ سیمو ته ځینې نورې اسانۍ هم ورکړل شوي چې ځایي خلک پرې خوشحاله دي.

د ډيورنډ کرښې لوظنامه په نولسمه پېړۍ کې د هغه وخت د افغان باچا امير عبدالرحمان خان او برتانوي هند ترمنځ لاسلیک شوې وه او امير عبدالرحمان خان په خپل ژوند لیک یا اټو بيوګرافي کې ليکلي چې هغه دا لوظنامه د برطانوي هند د حکومت د فشار لاندې کړې وه.

د افغانستان یو حکومت هم لا تر دې دمه دې کرښې ته دنړیوالې پولې په توګه منلو ته غاړه نه ده اېښې.

په شپږم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، د افغانستان د لوري ترهګرو په چترال کې په امنيتي پوستو بریدونه کړي، څلور پاکستاني امنيتي عسکر وژل شوي او د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوې او ګڼ نور ژوبل کړی شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان په چترال کې په پاکستاني پوستو د بريدونو زمه واري منلې وه.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو رد کړې وه چې ګنې د چترال په بريدونو کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده.

هم په شپږم ستمبر په تورخم پوله د دواړو خواو ډزې شوې او بيا دروازه د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.

د تورخم په پوله په شپږم ستمبر د نښتې وروسته په نهم ستمبر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، "د طالبانو حکومت د پاکستان له لوري خپلې غاړې ته د تورخم دروازې تړل او په افغان امنیتي ځواکونو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بولي".

او په 11م ستمبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزات د طالبانو د بيان په ځواب کې ويلي وو، "د افغانستان عبوري حکومت ته هېڅ کله اجازت نه شي ورکولی چې د پاکستان په خاوره څه تعمیرات وکړي او په شپږم ستمبر رامنځته شوې سرحدي شخړه په پرامنه ډول د هوارولو په ځای طالب ځواکونو بې دریغه ډزو باندې لاس پورې کړو"

په تورخم د شپږم ستمبر د پېښې په حواله طالبانو دعوه کړې وه خپل [افغانستان] لوري ته یې په پوله پوسته ترميم کوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې وې.

او پاکستان بيا ویلي، په شپږم ستمبر په پوله د پرامنه حل په ځای افغان ځواکونو په پاکستاني ځواکونو ناتاره ډزې پېل کړې وې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00