شاته

اسفندیار ولي:پښتونخوا اؤ بلوچستان کې دترهګرۍ سېوا شوې پېښې سنجیده نه اخستل کیږي

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د هدفي وژنو،ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په چټک شوي بهیر اندېښنې ښکاره کړي اؤ ویلي یې دي په پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د ترهګرۍ سېوا کېدونکې پېښې سنجیده نه اخستل کیږي.

هغه تېره ورځ د بلوچستان سرښار کوټې ته نزدې په کچلاغ سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند د یو وتلي مشر ارباب غلام کاسي ایډوکیټ د وژل کېدو پېښه غندلې ده اؤ ویلي یې دي په رڼا ورځ د ښاغلي کاسي هدفي وژنه د ترهګرۍ اؤ تند لاریتوب د لړۍ یوه کړۍ ده.

دعوامي نیشنل ګوند دمرکزي کمیټې غړی اویا کلن ارباب غلام کاسي ایډوکیټ تېره ورځ په کچلاغ کې نامعلومو وسله والو په یو هدفي برید کې وژلی ؤ چې تر دې مهاله یې د وژنې ذمه واري هیڅ یوې ډلې پغاړه نه ده اخستې.

اسفندیار ولي خان د هغه په وژنه خپل غبرګون کې ویلي د سیاسي فعالینو اؤ مشرانو په نښه کول د حالاتو د سنګینۍ غمازي کوي.

نوموړي پخپل بیان کې ویلي چې عوامي نیشنل ګوند په داسې ناوړه حربو یا حرکتونو نه ویریږي اؤ د ترهګرۍ په اړه به هیڅکله له خپل دریځ نه پشا نه شي.

په بلوچستان کې تر دې وړ‎اندې هم په بیلابیلو وختونو کې د عوامي نیشنل ګوند مھم غړ‎ي وژل شوي دي.

د 2021م کال پر 26 جون باندې د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړ‎ی ملک عبدالله کاسي له کلي کتیر کچلاغ څخه تښتول شوی ؤ او وروستو یې پر 5م اګست د پښین ښار په سرانانو سیمه کې په تشدد وژل شوی مړ‎ی موندل شوی ؤ.

د 2020م کال په ستمبر میاشت کې د عوامي نيشنل ګوند ویاند اسد خان اڅکزی له کوټې اغوا شوی ؤ او څلور میاشتې وروسته د هغه په ګولیو ویشتل شوی او خراب شوی مړی د کوټې په نوحصار کلي سیمه کې موندل شوی و.

د عوامې نیشنل پارټۍ دخېبر پښتونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان هم په ایکس (پخواني ټویټر) خپل یو بیان کې د ارباب غلام کاسي وژنه غندلې ده او ویلي یې دي هغوي دملک اؤ نظام چلوونکو ته خبرداری ورکوي چې که حالات همداسې پاتې شول نو بیا عوامي نیشنل ګوند تر هر حده د تګ طاقت لري .

عوامي نیشنل ګوند د ارباب علام کاسي ایډوکیټ په وژنه د خپلې راتلونکې تګلارې جوړولو لپاره نن (چهارشنبه) په کوټه کې د مترقي ګوندونو یوه ګډه بېړنۍ غونډه رابللې ده اؤ حکومت ته یې مهلت ورکړی چې نن د غرمې تر 12 بجو باید د ارباب غلام کاسي د وژنې د پېښې روڼ انده پلټنې وکړي.

په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د ترهګریزو بریدونو اؤ هدفي وژنو د سیوا شوؤ پېښو نه وروسته سږکال دمې میاشت کې عوامي نیشنل ګوند په پلازمینه اسلام اباد کې یو ټول ګوندیز کانفرنس رابللی ؤ چې پکې دترهه ګرۍ پرضد جوړې شوې قامي تګلارې نیشنل ایکشن پلان باندې دعمل نه کوونکو پرضد د کاروایۍ غوښتنه شوې ده.

همدا شان په دې وروستیو کې دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان دترهګرۍ اؤ ناامنۍ دپېښو پرضد پېښور هایکورټ پېښور هایکورټ کې هم یوه قضیه دایر کړې وه چې پکې دترهګرو سره دهمکارۍ کوونکو د معلومولو اؤ ورته د سختې سزا ورکولو غوښتنه شوې وه

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00