شاته

هند ته د کاناډا خبردرای: د سیکانو مشر وژل کیدو په هکله زمونږ ادعاوې جدي وګڼئ

د کاناډا صدراعظم جسنټن ټروډو سه شنبه سپټمبر ۱۹ (وږي۲۸) له هند غوښتي په کاناډا کې د سیکانو یو مشر وژل کیدو په هکله ادعاوې چې شک کیږي د هند حکومت پکې لاس درلود "زښته جدي" وګڼي.

ښاغلي ټروډو د دې پیښې په هکله خبریالانو ته وویل، "هند باید دا موضوع زښته جدي وبولي. مونږ پارونې یا جنجال ډیرونه نغواړو".

ښاغلي ټروډو تیره ورځ پارلمان ته په وینا کې وویل د اعتبار وړ ادعاوې شته چې د هند حکومت ښایي په کاناډا کې د سیکانو یو مشر د ترور په قضیې کې لاس ولري خو هند د کاناډا دا تورونه رد کړي او هغه یې " د بې معنی" بللي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نریندرا مودي د کاناډا د مشر سره په ملاقات کې هم دا تورونه په بشپړه توګه رد کړي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي، "موږ یو قوي دموکراتیک سیاست یو چې د قانون حاکمیت ته کلک ژمن یو." د هند د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز اندېښنه څرګنده کړې ده چې کاناډا "سیک فراطیانو" ته پناه ځای ورکوي.


د کاناډا تر څنګ متحده ایالاتو هم د هند څخه غوښتي چې د سیکانو دې مشر وژل کیدو په هکله معلومات دې شریک کړي.


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې آدریني واټسن په یوې اعلامیې کې ویلي چې متحده ایالاتو د هغو ادعاوو په هکله جدي اندیښنه لري چې د کاناډا صدراعظم یې یادونه کړې.

په اعلامیې کې راغلي، " مونږ د خپلو کاناډایو شریکانو سره په منظمه توګه اړیکه کې یو. د کاناډا پلټنې پر مخ تلل مهم دي او جنایت کوونکي باید عدالت ته راکش کړل شي".

د کاناډا د بهرنیو چارو وزرات بیا ویلي چې صدراعظم جسټن ټروډو دا موضوع د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن او برتانیې د صدراعظم ریشي سوناک سره هم شریکه کړې او تر څنګ یې دا هم وویل چې دا موضوع به په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې څخه وړاندې د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې هم مطرح کاندي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي هم چې د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې کې د ګډون لپاره متحده ایالاتو ته راغلی ویلي چې د کاناډا په پلټنو کې د هند د بشپړې همکارۍ غوښتنه کوي.

د کاناډا صدراعظم ویلي چې دا قضیه "بې حده جدي" ده او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، و وېل چې عواقب به یې هم پراخ وي.

هغه همدرانګه وویل چې حکومت یې پدې هکله پریکړې کولو کې بیړه نده کړې او د استخباراتي ادارو سره د نږدې کار کولو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي دي.

کاناډا د همدې قضیې په تړاو د اوټاوا څخه یو جګپوړی هندی دیپلومات د دوشنبې په ورځ وشاړه چې په غبرګون کې هند باالمثله اقدام وکړ.

دا جګپوړی دپلومات داسې مهال شړل کیږي چې د هند او کاناډا اړیکې خړې پړې شویدي. د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر سر خبرې بندې شوي او کاناډا تازه د هند سره د سوداګرۍ یو ماموریت چې ټاکل شوې وه په همدې مني کې وشي، لغوه کړ.

که له یوې خوا د کاناډا سره د هند اړیکې سړې شوې خو له بلې خوا بیا د واشنګټن او نوې ډهلې اړیکې تودې دي خو لا معلومه نده چې آیا د سیکانو دې مشر وژل کیدو له کبله به متحده ایالات د هند سره پخپلو تودو اړیکو د سره غور وکړي که نه.

فورم \ دبحث خونه