شاته

د ملګرو ملتونو نظر پوښتنه: د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره د میرمنو حقونه مهم دي

سلګونو افغان میرمنو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نظر معلومولو یوه سروې کې ویلي چې ملګري ملتونه دې تر هغه وخته د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني تر څو چې افغان نجونې او میرنې کار کولو او تعلیم ته لاسرسی ونلري.

دا سروې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې شوې او شاوخوا ۵۹۲ افغان میرمنو چې پدې سروې کې یې برخه اخیستې، ۴۶ په سلو کې ویلي چې دا نړیواله اداره باید په هیڅ صورت طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت ونه پیژني.

نیمایي میرمنو بیا ویلي چې د طالبانو په رسمیت پیژندنه دې د میرمنو حقونو کې د بهتروالي سره وتړل شي چې د کار او تعلیم حقونه پکې شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۹ (وږي۲۸) په یو راپور کې ویلي چې په سروې کې برخې اخیستونکو "اندیښنه څرګنده کړې چې په رسمیت پیژندل به اوسني چارواکي (طالبان) ښایي لا ډیر وهڅوي چې د میرمنو او نجونو په حقونو د محدودیت وضع کولو لپاره لا سختې پالیسۍ غوره کړي".

پدې سروې کې دا هم څرګنده شوې چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې د افغان میرمنو لپاره د روغتیا، عاید او ټولنیزو چارو کې خنډونه پیدا شوي او پدې برخې کې شوي پرمختګونه له منځه تللي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي د کومو میرمنو سره چې مرکې شوي په افغانستان کې خپل ژوند یې "په تیاره کې د بندیانو په شان ښودلی چې پخپلو کورونو کې بندې دي او هیح راتلونکې نلري".

په سروې کې ۶۹ په سلو کې میرمنو بیا ویلي چې د تعلیم او نه کار کولو له کبله ورته د یوازیتوب، رواني او روحي فشار ستونزې پیدا شوي.

ملګري ملتونه دا سروې داسې مهال خپروي چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د دوییمې کلیزې د رسیدلو پر مهال د ثانوي دورې د ښوونځیو تر زرو پورې افغان نجونو په یو سرخلاصي لیک کې د نړۍ د مشرانو څخه د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې په نرمې تګلارې انتقاد کړی او ددغې تګلارې د بدلیدو غوښتنه یې کړې ده.

په دغه سرخلاصي لیک کې ویل شوي په افغانستان کې ۷۳۰ ورځې یا څه باندې دوه کاله کېږي، چې نجونې ښوونځي ته له تلو او ثانوي زده کړو ته د لاس رسي له حق څخه بې برخې شوي او د طالبانوله خوا په بشپړه توګه د پوهنې له نظام څخه ایستل شوې دي.

په دغه لیک کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې دغې ډلې له ۸۰ څخه ډېر سخت فرمانونه صادر کړي او نجونې او ښځې یې په کورونو کې یې بندیانې کړې دي.

په دې لیک کې ویل شوي:" مونږ په ټولنه کې د عادي ژوند له پروسې څخه لرې کړل شوي یو. تر دې مهاله د ښوونځيو د پرانستلو لپاره هېڅ خوشبيني او هيله نه شته، برعکس د پوهنتون دروازې هم د نجونو پر مخ تړل شوي دي".

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي، چې د افغان میرمنو او نجونو شرعي حقونو ته ژمن دي.

څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل، چې د طالبانو حکومت ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا نړیوالې ادارې د هغوي حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

فورم \ دبحث خونه