شاته

د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړ‎ی ارباب غلام کاسی په کوټه کې په ډزو وژل شوی

له تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو د ترهګرۍ هدف عوامي نېشنل ګوند یو بل مشر ارباب غلام کاسی د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته نیژدې په ډزو وژل شوی دی، د وژنې ذمه واري یې لا کومې ډلې نه ده منلې.

پولیس د ارباب د وژنې خبر تاییدوي او وایي ھغه د نهې- سه شنبې په ماسپښین کوټې ته نیژدې په کچلاغ سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.

د ارباب مړ‎ی د کوټې سیول روغتون ته وړ‎ل شوی، د روغتون د پولیس سرجنه ډاکټر عایشه وي او اې ډیوہ ته وویل:

"هغه له نيژدې یوہ ګولۍ پر سر ویشل شوی، د سر پر کیڼ لوري ویشتل شوی او ګولۍ یې تر ښي لوري وتلې، د ھغه پر بدن لږ‎ د تشدد نخښې ھم شته".

ډاکټر عایشې تر خپل لومړي بیان وروسته وي او اې ډیوه ته بیا وویل، چې دا ځانوژنه نه ده بلکې بل چا ورباندې ډزې کړې دي، خو خپله مخکینۍ خبره یې رد کړې او وایي پر نور بدن یې د تشدد نخښې نه شته.

د کچلاغ پولیسو په دې اړه نور تفصیل نه دی وړاندې کړی خو وایي د پېښې پلټنې یې روانې کړ‎ې دي.

د ارباب غلام د وژنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د اې این پي پر مشرانو مخکې د ځینو بریدونو ذمه وارۍ ټي ټي پي منلې دي.

د عوامي نېشنل ګوند ویاند مابت "کاکا" وي او اې ډیوہ ته د ټیليفون له لارې وویل، "د پېښې غندنه کوو او چې نور تفصیل راسي د پارټۍ موقف به له رسنیو سرہ شریکوو". ښاغلي مابت وویل:

"هغه د کچلاغ پر مغربي بایپاس وژل شوی، تر اویا کالا زیات عمر یې وو، له یو چا سرہ دښمني نه لري، ارباب غلام کاسی د کلي کتیر کچلاغ اوسېدونکی دی".

د مابت "کاکا" په خبرہ ارباب کاسی د پېشې له لحاظه وکیل وو، د پارټۍ د مرکزي کمېټۍ د غړ‎ي تر څنګ د بلوچستان د نېشنل لایرز [وکیلانو] فورم مشر وو او د پارټۍ د صوبایي الیکشن ټریبیونل ممبر وو.

د ارباب وژنه پر ټولنیزو رسنیو په سختو ټکو کې غندل شوې ده. د عوامي نېشنل ګوند د کلتور سیکرټري ډاکټر خادم حسېن پر ایکس پر وژنه خواشیني ښکاره کړې او لیکلي یې دي:

"ارباب صېب ما همېش د یو کمیټډ سیاسي کارکن شکل کې لیدلی وو. ډېر د استقامت انسان وو. د هغه کورنۍ سره او د پارټۍ ملګرو سره دې دروند غم کې شریک یو".

په بلوچستان کې تر دې وړ‎اندې ھم د عوامي نیشنل ګوند مھم غړ‎ي وژل شوي دي، د 2021م کال پر 26 جون باندې د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړ‎ی ملک عبدالله کاسی له کلي کتیر کچلاغ څخه اغوا شوی وو او وروستو یې پر 5م اګست د پښین ښار په سرانانو سیمه کې په تشدد وژل شوی مړ‎ی موندل شوی وو.

د 2020م کال په ستمبر میاشت کې د عوامي نيشنل ګوند ویاند اسد خان اڅکزی له کوټې اغوا شوی او څلور میاشتې پس د ھغه په ګولیو ویشتل شوی او خراب شوی مړ‎ی د کوټې په نوحصار کلي سیمه کې موندل شوی وو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00