شاته

د ایران د قېد نه ازاد شوي پینځه امریکایان واشنګټن ته راورسېدل، وایټ هاوس یې هرکلی کړی

هغه پېنځه امریکایان چې د امریکې او ایران د قېدیانو په تبادله کې ازاد شوي دي واشنګټن ته راورسېدل. د ایراني امریکایانو د ازادۍ په بدل کې امریکې هغه پینځه ایرانیان ازاد کړي چې په مختلفو جرمونو کې سزا شوي او یا پرې الزامات لګول شوي وو.

د ایران د اېوين زندان نه ازاد شوي امریکایان چې د د نهې، سه شنبې، په سهار نمرخاته نه مخکې په هوايي اډه د جهاز نه راووتل نو خپلوانو يې هرکلی وکړو.

سیامک نمازي، عماد شرقي، مرادطاهباراو دوه نور کسان چې شناخت يې د کورنۍ په غوښتنه نه دی څرګند کړی شوی، د ګل، دوشنبې، په ورځ د ایران نه دوحه، قطر، ته رسېدلي وو.

وایټ هاوس ددغو پېنځو ایراني امریکایانو د بېرته راتګ هرکلی کړی دی. صدر بایډن ویلي په ازاد شويو امریکایانو د جاسوسۍ الزام نه دی ثابت شوی.

د پېنځو واړو کسانو د ازادۍ په بدل کې امریکې ایران ته هغه شپږ بېلین ډالر بېرته ورکړي چې واشنګټن د پابندیو دلاندې منجمد کړي وو. ناقدین وايي قېدیانو د ازادولو دپاره یو د ایران امرانه حکومت ته پېسې ورکول داسې دي لکه چې د خلکو تښتوونکو ته تاوان ورکړی شي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ویلي امریکايي شهریان په غیر منصفانه ډول په ایران کې قېد وو او د ازادۍ وروسته به د کورنۍ د غړو سره یو ځای شي.

ازاد شوي امریکایان د ګل، دوشنبې، په ورځ دوحه، قطر ته ورسېدلي وو. د دوی د ازادۍ په بدل کې امریکې د ایران د تېلو هغه شپږ بېلن ډالرې چې د پابندیو دلاندې يې د جنوبي کوریا په بېنک کې منجمد کړې وې ازادې کړې.

ناقدین وايي ممکنه ده چې د ایران حکومت ترلاسه کړې پېسې د مخالفینو د ځورولو او خپلو اېټمي عزایمو ته د وده ورکولو دپاره استعمال کړي.

دا هفته مظاهره چیانو په ټوله دنیا کې د مهسا امیني د مرګ کال پوره کېدو په مناسبت لاریونونه وکړل. د کرد قوم امیني تېر کال د ایران د اخلاقي پولیس په ولقه کې مړه شوې وه. هغه پولیس په دې الزام نيولې وه چې حجاب يې په مناسب ډول نه دی اغوستی.

وایټ هاوس ټینګار کوي چې ایران ته پېسې د سختو شرايطو د لاندې ورکړی شوي دي. د نېشنل سېکیورټي کاونسل د سټرېټيجيک کمیونيکېشن ډریکټر جان کربي ویلي د جنوبي کوریا په مقابل کې به دا پنګې د نورو زیاتو قانوني غندونونو دلاندې وي:

"که ایران کوښښ کوي چې دا پنګې بل ځای ته واړوي نو مونږ به ګام اخلوو، مونږ به ګام اخلوو او دا پېسې بیا تالا کړوو. دا واضحه کول غواړم چې دا څه قسمه ادایګي نه ده. دا تاوان نه دی. دا د امریکې د ټېکس ورکوونکو ډالرې نه دي. او مونږ د ایران نه يوه پابندي هم نه ده اوچته کړې".

لیکن د ایران صدر وايي حکومت دا پېسې په خپله خوښه خرچ کولی شي او د هغه په قول چې کله زمونږ پکار وي نو مصرفولی يې شي.

څېړونکي وايي د واشنګټن او د تهران ترمنځ ورستی مفاهمت د قېدیانو او د منجمدو اثاثې د ازادولو نه لویه خبره ده او دا په داسې حال کې شوې چې د ایران صدر ابراهیم رييسي او د بایډن په شمول نړیوال مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې یو ځای کېږي.

د امېرېکن انټرپرایز انسټېټیوټ د منځني ختیځ د چارو څېړونکی نېکولس کارل وايي دا د هغې معاهدې هم برخه ده چې مقصد يې د ایران د اېټمي پروام د مخنیوي په لورې څه قسمه سفارتي پرمختګ او په پراخه کچه په ټول منځني ختیځ کې د ایران او د امریکې ترمنځ تاوتریخوالي په کمولو کې چټکتیا راوستل دي.

په یو بیان کې بایډن وویل دې تګلارې ته به دوام ورکوي چې د هغه په قول ایران به په سیمه کې د راپاروونکو ګامونو قیمت ادا کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00