شاته

د ترکي صدر د روس سره د اوکرين د غلې لوظنامه د بيا په ځای کولوهڅې کوي

د نړۍ مشران دا اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره یو ځای شوي. د ترکي صدر رجب طیب اردوان په دې موقع خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې د اوکراین د غلې تړون ته روس بیرته راولي او دا خوندي کړي.

روس په وروستيو کې د اوکرين سره د غلې د صادرولو د هغه تړون نه وتلی چې د ملګرو ملتونو او د ترکي په کوښښونو سره لاسليک شوی و. د ترکي صدر اردوان د روسي صدر ولاډيمير پوټين سره نزدې اړيکې لري او د اردوان په هلو ځلو دغه تړون شوی و.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوان د وروستیو هڅو ځای دی چې د اوکراین د غلو د صادراتو تړون د روس له وتلو وروسته وژغوري. اردوان چې د روس له ولادیمیر پیوټن سره نږدې اړیکې لري، تېر کال د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش په ملاتړ د غلې تړون کړی وو.

تړون د بيا په ځای کولو او په دې لړ کې د ترکي د هلو ځلو په اړه په انقره کې د جرمني د مارشل فنډ د دفتر مشر اوزګور انلوهيسارکلي ويلي “دا یو مثبت رول دی چې ترکیه یې لوبوي. دا د ټولو فريقينو لخوا منلې شوې چې دا په یو ډول د ترکي د توازن ساتلو عمل جایز ګرځوي. که چرې د ترکي د روس سره اړيکې د ځنډ ښکار شوې وی نو بیا به څنګه اردوان خپل رول لوبولو؟ دا د ترکیې د توازن د عمل په اړه نیوکې هم بې ځایه ثابتوي”.

اردوان د دې میاشتې په پیل کې د روس د صدر پیوټن سره ملاقات کړی و او دا یې ویلي وو د تړون د بیا ژوندي کولو لپاره به ملګرو ملتونو ته خپل وړاندیزونه ورکوي.

‎د ترکیې صدر د روس نه د غلې د صادراتو په بندېزونو کې د نرمۍ غوښتنو، ادايګيانو ته د اجازې ورکولو او د مالي پابندېزونو د لري کولو په اړوند د ماسکو د غوښتې سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د روس لخوا د غلې په تړون کې خپلو غوښتنو ته د اهميت ورکولو په اړه د استنبول د قادر هاس پوهنتون د روسي چارو کارپوهه اونور اسکي وايي “په دې پوهه پکار ده چې غربي نړۍ هغه څه په سملاسي ډول روس ته د ورکولو نه ډډه کوي کوم چې صدر پیوټن غواړي. د غلې لوظنامه هغه معامله ده چې د روس د پاره ګټه وره ده او کومه چې د وړاندې نه د روس خلاف د غرب اقتصادي وسله بللی کیږي”.

‎د روس سره نږدې والي ترکي د واشنګټن نه لري کړی. دا به د اردوان لپاره ګرانه وي‌ چې د صدر بایډن نه په دې اړه څه امتیازات تر لاسه کړي. خو ‌څیړونکي‌ وایي اردوان به کوښښ کوي د ملګرو ملتونو د مشر ګوتریش ملاتړ ترلاسه کړي.

د صدر بايډن او صدر اردوان ترمنځ د تعلقاتو په حقله د ترکي د نړيوالو اړيکو څېړنيزې ادارې د شورا مشر مصطفی ايدين وايي “مونږ پوهیږو د صدر اردوان او صدر بایډن ترمنځ اړیکې ښې نه دي، زه دا اند لرم چې اردوان به هم په دې پوه وي چې صدر بایډن نه هغه او نه هم ترکي قانع کولی شي. نو اردوان کوښښ کوي چې د ملګري ملتونه په استعمالولو سره صدر بایډن قانع کړي چې د روس په خوا ګام واخلي”.

د اردوان سفارتي هڅې په داسې وخت کې پیل شوي چې اوکراین د روسي ګواښونو په مقابل کې د غلې صادرات پیل کړي کوم چې د اوکراین سره د روس د جګړې د زیاتیدو خطره زیاتوي.

‎مصطفی ايدين وايي “روس ممکن د خپل طاقت د استعمال سره په قصدي ډول د اوکراین نه د غلو د صادراتو د بندولو هڅه وکړي. او ممکن ده چې خطرناک حالات پیدا کړي. او که چرې داسې وشوه نو بیا هر څه کیدلی شي چې اغېزې یې بیا ترکي او د تور سمندر نورو هیوادونو ته هم خؤرېدلی شي”.

د اردوان په اړه څارونکي وايي چې د غلې د صادراتو د لوظنامې بچ کول به نه یوازې د قحط او خوراکي توکو د بیو د لوړیدو خطر کم کړي بلکې د پیوټن سره د هغه په اړیکو نیوکې کونکو په غلي کولو کې به هم ګټه ور ثابت شي او د اوکراین د شخړې د زیاتیدو خطر به هم کم شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00