شاته

بایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د اوکراین دپاره ملاتړ او نړیوال چیلنجونه په ګوته کړي

د امریکا صدر جو بایډن پر اوکراین د روس برید د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه ګرځولی او یو ځل بیا یې څرګنده کړی چې که نن ورځ نړۍ د اوکراین سره نه ودریږي نو په راتلونکي کې به یو بل یرغلګر ته هم د داسې کولو فرصت په لاس ورشي.

صدر بایډن د ملګرو ملتونو د 78مې عمومي غونډې ته په خپله وینا کې وویل:” روس باور لري چې نړۍ به ستړي شي او ورته به د نتایجو سره د مخ کېدو پرته په اوکراین د ظلم کولو اجازه ورکړي. “

نوموړي زیاته کړه که نن مونږ اوکراین پریږدو چې د لاس څخه ووځي، ایا د کوم بل هېواد ازادي به خوندي پاتې شي؟
هغه وویل د دې ځواب نه دی. مونږ باید نن د دې ښکاره تیري په وړاندې ودریږو.

د امریکا صدر بایډن وویل”له همدې امله به امریکا په ټوله نړۍ کې د خپلو ایتلافیانو او شریکانو سره یوځای د اوکراین د زړورو خلکو تر څنګ ودریږي ځکه چې دوی د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، او د ازادۍ دفاع کوي. “

دا دوهم ځل دی چې بایډن د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په وړاندې په اوکراین کې د روس جګړه غندلې ده. تېر کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې بایدن روس چې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا دایمي غړی دی توران کړی وو چې "یو خپلواک هېواد د نقشې نه د لرې کولو" هڅه کوي.

صدر بایډن د چین په اړه وویل : ”زه غواړم دا روښانه کړم چې مونږ مسؤولنه رقابت غواړو، نو چین دی دا سیالۍ په شخړه بدله نه کړي“.

نوموړي وويل مونږ تیار يو چې د ګډ اهدافو د ترلاسه کولو دپاره چين سره په ګډه کار وکړو.

د صدر بایډن په وینا، هېڅ هېواد په یوازې سر د نړۍ ستونزې نه شي حل کولی، مونږ د شخړو پرامنه حل غواړو.

هغه وويل: "مونږ نه غواړو چې زمونږ ماضي دی زمونږ راتلونکې وټاکي، دلته کې مخالفين ملګري جوړیدې شي او چیلنجونه حل کیدې شي. “

بایډن د خپلې وینا زیاته برخه د نړۍ نه د غربت کمولو ، د تعلیم او روغتیا پاملرنې کې د پرمختګ په ګوته کولو کې مصرف کړو او د دوامداره پرمختګ او اصلاحاتو اړتیا یې ومنله.

هغه د ملګرو ملتونو په څیر نړیوالو ادارو په اهمیت ټینګار وکړو او د 21 پیړۍ پیچلي چیلنجونو د حل کولو دپاره د پراخ قیادت او په وړتیاو زور ورکړو. بایډن د موسمي بدلون، د نړیوالې ترقۍ په ضرورتونو ، د هیټي په شخړه، د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په امکاناتو هم خبرې وکړی.

د لږترلږه 145 هېوادونو مشران روانه اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې ګډون کوي.
د یو څو د پام وړ استثناو سره د چین، فرانس، روس او برتانیه استازیتوب به د دغه هېوادونو جګپوړي چارواکي کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00