شاته

علي وزیر او ولسیار تر ضمانت وروسته له اډیاله زندانه خوشي شول

د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشر علي وزیر او د هغه یو بل ملګری ولسیار د پنجاب له اډیاله زندانه خوشي شول.

په علي وزیر باندې وروستۍ مقدمه د سایبر جرم په تور درج شوې وه، خو د سېپټمبر په اتلسمه د سایبر کرایمز عدالت د هغه ضمانت منظور کړو او نن دوی دواړه خوشي شول.

على وزير او ولسيار په اسلام آباد کې یو عدالت د ګل په ورځ په يوه بله مقدمه کي ضمانت ورکړی ٶ خو د مچلکو ناوخته جمع کولو له وجې په هغه ورځ دوى راخوشي نکړې شو.

د علي وزیر وکیل سميع الله وزير وي او اې ډيوه ته وويل د نهې په ورځ مچلکې جمع کولو وروسته علي وزیر او اولسيار د زندانه راخوشي شو او د پى ټي ايم پلويانو ورته يو تود هرکلی وویل.

هغه زیاته کړه چې په ګڼ شمېر کي د پى ټى ايم پلويان د آډيالې زندان نه بهر موحود وو او کله چې على وزير او ولسيار رابهر شو نو دوى ورته څيرې ورواچولې او د يو جلوس په شکل کي دغلته نه روان شو.

سميع الله وويل اسلام اباد هایي کورټ د دوى هغه درخواست هم منظور کړو په کوم کي چې دوى د على وزير په دوه نورو مقدمو کي، چې له پوليس پکي ګرفتاري نه ده ښودلې ، د نه نيولو خواست کړې ٶ.

نوموړي زياته کړه : ”عدالت دوى ته شپږ ورځې وخت ورکړو چې د على وزير په دي مقدمو کي پرى ارسټ يا د وخت نه وړاندې د نه نيولو ضمانت وکړي”.

د پلټنو مرکزي ادارې اېف آي اې علي وزیر د ستمبر په 15مه نېټه اډېاله بندي خانې نه په ېوه بله مقدمه کې له خوشې کېدو وروسته ګرفتار کړی ؤ اؤ وروسته یې عدالت نه د هغه د جسماني ریمانډ غوښتنه کړې وه چې عدالت نه وه منلې.

علي وزیر د اګست په 18 ڼېټه په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې وروسته نیول شوی و اؤ په هغه یو شمېر مقدمې درج کړی شوې وې چې پکې د بغاوت، ترهګرۍ ، بغیر د اجازې د جلسې کولو اؤ په ټولنیز رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې دي.

د علي وزیر ترڅنګ د بشري حقونو د فعالې اېمان زینب مزاري پرضد هم دغه مقدمې درج کړې شوې وې خو عدالت وروسته د هغې ضمانت منظور کړی ؤ اؤ هغه له زندانه خوشې کړې وه.

دا وړومبی ځل نه دی چې پاکستان کې علي وزیر یا د پي ټي اېم نور غړي نیول شوې دي، تر دې وړاندې کال 2019م کې د خړ کمر د پېښې وروسته هم علي وزیر اؤ محسن داوړ نیول شوي وو او وروسته کال 2021م کې په کراچې ښار کښې یوې جلسې ته د وینا کولو وروسته په علي وزیر د بغاوت مقدمه درج کړی شوې وه اؤ هغه نیول شوی ؤ.


کال 2018م کې په اسلام آباد کښې د پي ټي‌اېم د پرلت په مهال د هغه وخت حکومت د پي ټي اېم غوښتنې جائز ګرځولې وې خو وروسته یو خبري کانفرنس ته وینا کې د پوځ د ویاند ادارې آی اېس پي آر د هغه وخت ویاند ښاغلي اصف غفور ویلي وؤ چې د پي ټي اېم بیانیه به نوره برداشت نه کړی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00