شاته

د فیلیپین او امریکا د بحري ځواکونو بیړیو د چین په جنوبي سمندر کې ګډ مزل وکړ 

د فیلیپین پوځ دوشنبه سپټمبر څلورمه (وږي۱۳) وویل چې د فیلیپین او متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو بېړۍ د فیلیپین په ساحل کې د چین د جنوبي سمندر له ځینو برخو څخه یو ځای تېرې شوې.

د فیلیپین لویدیځه قومنداني وایي دا لومړی ځل و چې د فیلیپین او متحدو ایالتونو بېړیو د «پالوان» د ټاپو په لویدیځ کې په اوبو کې ګډ حرکت کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ دا نمایش داسې مهال ښودل کېږي،‌ چې په دې وروستیو کې د فیلیپین او چین ترمنځ روابط خراب شوي دي. بیجینګ د چین د جنوبي سمندر د ډېرې برخې د مالکیت ادعا لري.

د دغه ګډ سمندري‌ یون په نمایش کې د فیلیپین د سمندري ځواکونو «BRP Jose Rizal» رهبري کېدونکي میزایل او د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو « USS Ralph Johnson» رهبري کېدونکي میزایل هم شامل وو. د دغه ګډ تحرک په مهال د بحري ځواکونو نورو بېړیو هم تمرین کاوه.

د فیلیپین د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي‌ چې دا ګډ پوځي تحرک دواړو هېوادونو ته دا فرصت برابروي چې خپلې موجوده پوځي تګلارې وازمايي.

فیلیپین په وار وار شکایت کړی چې بیجینګ د چین په لویدیځ سمندر کې «تهاجمي» اقدامات کوي، چې په دې کې د چین د ساحلي ګارد له لوري‌د فیلیپین په بېړیو باندې د اوبو د توپ استعمال هم شامل دی.

چین د چین په لویدیځ سمندر کې پوځي ټاپوګان جوړ کړي‌ دي او د حاکمیت تاریخي‌ ادعا یې د فیلیپین، ویتنام، مالیزیا، بروني او اندونیزیا ځانګړي اقتصادي زونونه هم رانغاړي.

فیلیپین په ۲۰۱۶ کال د چین په ضد یوه قضیه وګټله، محکمې ویلي‌ چې د چین د جنوبي سمندر په ډېرې برخې باندې د بیجینګ د مالکیت ادعا حقوقي اساس نلري.

فورم \ دبحث خونه