شاته

آسیا جام کې د پاکستان-هند لوبه بې نتیجې شوه ؛ افغانستان خپله لومړنۍ لوبه کوي

په سریلانکا کې د هند او پاکستان د لوبډلو تر منځ د آسیا جام سیالیو دریمه لوبه شنبه سپټمبر ۲ (وږي۱۱) د باران وریدو له کبله بې نتیجې پای ته ورسیده او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه.

دا په روانو سیالیو کې د پاکستان دویمه او د هند د لوبډلې لومړنۍ لوبه وه.

پاکستان چې د دې سیالیو کوربه دی، خپله لومړنۍ لوبه د نیپال د لوبډلې څخه ګټلې وه چې د اګست په ۳۱ مې د پاکستان د ملتان په ښار کې شوې وه.

د هند لوبډلې د شنبې ورځې په لوبې کې د پاکستان لوبډلې ته د ۲۶۶ منډو هدف ورکړی و خو د هند نوبت د پای ته رسیدو څخه وروسته باران وشو او لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.

په عین حال کې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله یکشنبه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) په روانو سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د بنګله دیش سره وکړي.

دا لوبه د پاکستان د لاهور په ښار کې د قذافي په لوبغالي کې کیږي. بنګله دیش پدې سیالیو کې لومړنۍ لوبه په سریلانکا بایللې.

هند، نیپال او پاکستان په الف او افغانستان، بنګله دیش او سریلانکا په ب ګروپ کې دي.

د شنبې لوبې څخه وروسته د پاکستان لوبډلې د دې سیالیو دویم پړاو (سوپر فور) ته لار پیدا کړه.

افغانستان او بنګله دیش ۱۴ ځلې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې سره مخامخ شوي چې ۸ یې بنګله دیش او ۶یې افغانستان ګټلي دي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په پاکستان کې نړیواله لوبه کوي.

د بنګله دیش لپاره د افغانستان سره لوبه پدې سیالیو کې د پاتې کیدو لپاره حیاتي ده ځکه په بایللو سر به یې د روانو سیالیو بل پړاو ته لار ونه مومي.

فورم \ دبحث خونه