BBC
 شاته

بنو کې نامعلومو کسانو پولیس سرتېری وژلی

Image copyright
Image caption د خیبر پښتونخوا صوبې بېلا بېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونو کې ډېروالی لیدل شوی

د خیبر پښتونخوا بنو سیمه کې نامعلومو کسانو په ډزو یو پولیس وژلی دی.

پېښه نوې سبزې منډيي سیمه کې شوې. ځايي چارواکي وايي پولیس سرتيری هدایت الله د جمعې له لمانځه ادا کولو وروسته شخصي کالیو کې دندې ته روان و، چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې.

نوموړي له ۲۰۱۱ کاله راهیسې د پولیسو سرتېري په توګه دنده تر سره کوله. پولیس وايي سیمه یې محاصره کړې او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي، خو دې لړ کې تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

د روانې جولای میاشتې په نهمه نېټه هم بنو ښار کې یو پولیس افسر په ډزو وژل شوی و. امام خان ډومبل سیمه کې هغه مهال نامعلومو کسانو وژلی و، چې دندې ته روان و.

دا وروستیو کې د خیبر پښتونخوا بېلا بېلو سیمو کې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي. سوات، پېښور او د صوبې نورو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو یو شمېر بریدونه شوي دي.

د دې تر څنګ دېره اسماعیل خان سیمه کې پر پولیسو د بریدونو تر څنګ د فرقه ییز تاوتریخوالي پېښې هم شوې.