شاته

څېړونکي: د چین په جنوبي دریاب کې د امریکا په مشرۍ دفاعي اقدامات، ممکن چین نورې مقابلې ته وهڅوي

په دې وروستیو هفتو کې د چین په جنوبي دریاب کې پوځي فعالیتونه سېوا شوي دي.

امریکا او اتحادیانو یې فلپاین سره نږدې څو مشترک پوځي مشقونه ترسره کړل. دا مشقونه په داسې وخت کې ترسره شول چې د اګسټ په اوایلو کې د چین او فلپاین ترمنځ د سرحدي لانجو پر سر د مخې ته راغلي کړکېچ وروستو، په خطه کې کشیدګۍ اضافه شوي دي.

څېړونکي وایي واشنګټن او اتحادیان یې د دغو مشترکو فعالیتونو د لارې غواړي نړۍ ته "د خپل اتحاد په منځ کې هماهنګي" وښایي.

د اسټرېلیا د سټراټیجیکې پالیسۍ په انسټیټیوټ کې یو مشر څېړونکی اېوان ګراهام په یوه ټلیفوني مرکه کې وي او اې ته وویل: "زه فکر کوم امریکا غواړي چین ته داسې یو پیغام ولېږي چې دا اتحاد خپل منځ کې ډېر مضبوط دی."

د اسټرېلیا، فلپاین، او امریکا قواوو، د اګسټ میاشتې د 21مې نېټې راهیسي یو لړ پوځي مشقونه ترسره کړي چې په هغو کې ساحلونو ته د قواوو کښته د ښکته کېدو مشقونه، او د چین جنوبي دریاب ته څېرمه د فضایي حملو مانورونه شامل و.

دا د اسټرېلیا او فلپاین په شمول تر ټولو ستر پوځي مشقونه و. دغه دواړه ملکونه د چین د جنوبي دریاب د لانجې په تړاو د چین د زیاتېدونکې جارحانه رویې ناقدین دي.

د دغو درې اړخیزو مشقونو ترڅنګ، د جاپان دفاع وزیر څرګنده کړې چې جاپان، اسټرېلیا، امریکا او فلپاین د اګسټ په 24مه د سمندري قواوو مشترک مشقونه ترسره کړي دي.

د دغو مشترکو مشقونو نه پس، د څلورو ملکونو پوځي مشرانو د فلپاین په پایتخت مانیلا کې خبرو ته هم کېنستلي دي.

د امریکا د اووم لمبر سمندري لښکر کمانډر، کارل ټامس په یو بیان کې ویلي چې دغه مشترکې هڅې، "په انډو-پاسفیک خطه کې د امن او استحکام ساتلو" دپاره یوه ژمنه ده. هغه زیاته کړې چې په دې کې د سمندرونو په هکله قوانین په پام کې نیولی شوي دي.

د اګسټ په اوایلو کې چې فلپاین د چین د سرحدي قواوو په کشتیو دا تور ولګولو چې د فلپاین په کشتیو یې د اوبو توپونه ویشتي دي، ځیني ناظرین وايي چې د چین په جنوبي دریاب کې د موجودیت اضافه کولو دپاره د امریکا په مشرۍ دفاعي هڅې، د دې دپاره وې چې د سرحدونو په بنیاد نظم وساتلی شي.

په شیکاګو کې د اېکانوویو په نوم د څېړنې او پالیسۍ ارزونې تنظیم یوه څېړونکې ایلینور هیوز وي او اې ته په یوه مرکه کې وویل: "دغه مشقونه، د امریکا او د هغه د همفکره شریکانو یو حکمت عملي دی چې د چین د جارحانه رویې مخه ونیسي."

که څه هم واشنګټن او اتحادیان یې امید لري په دې طریقې سره د چین رویه بدله کړي، مګر ځیني دفاعي څېړونکي په دې باور دي چې شاید چین دغو ګامونو ته په دې سترګه وګوري چې ګني د امریکا په مشرۍ اقدامات تېز شوي دي.

سېنګاپور کې د نړېوالو مطالعاتو په اس راجراتنم مرکز کې د دفاعي چارو څېړونکی کالېن کوه وایي: "فکر کوم امریکا او اتحادیان یې کوشش کوي چې د چین رویه د بهترۍ په طرف بدله کړي، مګر زما فکرمندي دا ده چې دوی څنګه کولی شي تر هغه حده پورې دا کار وکړي چې چین کونج ته نه کړي (تنګ یې نه کړي)."

هغه زیاته کړه چې په وروستیو کلونو کې ځینو اتفاقاتو دا ښودلې چې چين دې ته مجبوره کېدلی شي چې د مقابله کولو تېزه رویه پیل کړي. د دې څېړونکي په وینا، چین دا مهال بې مثاله سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، او ممکن مشران یې وغواړي د عوامو فکر بهرنیو مسئلو ته واړوي او د جنوبي دریاب یا حتی ټایوان په اړه لا زیات جارحانه اقداماتو ته مخه کړي او دا هغه څه نه دي چې امریکا او اتحادیان یې غواړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00