شاته

طالبان: پاکستان کې ۷۵ نور افغان کډوال د سند ایالت له زندانونو خوشې شوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سند د ایالت له زندانونو څخه د شپږ ماشومانو په ګډون د ۷۵ افغان کډوالو د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د چهارشنبې په ورځ اګست ۳۰( وږي اتم) د ایکس په ټولنیزې شبکې کې د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا ۷۵ افغان کډوال په پاکستان کې د افغانستان سفارت او د کراچۍ د قونسلګرۍ ، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي خوشې شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرکونسل مولوي عبدالجبار تخاري په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې دا شمیر بندیان د سه شنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږي اووم) له بند څخه د خوشې کیدو وروسته ددغې قونسلګرۍ په مصرف افغانستان ته استول شوي دي.

مولوي عبدالجبار تخاري ویلي، چې اوس مهال د پاکستان د کراچۍ په زندانونو کې ۳۰۰ افغان کډوال لا هم بندیان دي.

د طالبانو د حکومت ددغه چارواکي د معلوماتو له مخې د تیر ۲۰۲۲ کال د لومویو میاشتو راهیسې تر اوسه د پاکستان په ځانګړي ډول د سند د ایالت له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵۱۶ تنه خوشې شوي او افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

مولوي عبدالجبار تخاري ویلي: "د پاکستان د حکومت څخه زمونږ غوښتنه داده، چې د افغانانو په ځانګړي ډول هغه افغانان، چې د درملنې لپاره پاکستان ته سفر کوي نیول دې بند کړي او د هغوې سره دې له نرمې کار واخیستل شي".

مولوي تخاري د افغانانو هم غوښتي، چې د قانوني اسنادو پرته دې پاکستان ته سفر نه کوي ترڅو د سفر پر مهال د ستونزو سره مخ نشي.

پاکستان د تیر ۲۰۲۲ کال د لومړیو میاشتو راهیسې په دغه هیواد کې په ځانګړي ډول سند ایالت او پایتخت اسلام اباد کې د سفر د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې او په سلګونو افغانان یې نیولي او په بند کې اچولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جون ۲۰ (جوزا ۳۰) په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته زیات شمیر افغانان پاکستان ته کډه شوي، چې په دغه هیواد کې د خپلسر نیولو او له هیواد څخه شړلو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د پاکستان د سند د ایالت د کراچۍ ښار، پیښور او کویټې په ښارونو کې یې د افغان کډوالو د نیولو اوزورولو په اړه ډیر راپورنه ترلاسه کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د افغان کډوالو د نوم لیکنې په بهیر کې د پام وړ ځنډ له امله اکثره افغانان په پاکستان کې د کډوالو د پیژندګلوۍ کارتونه نلري او اکثره افغانان دغه هیواد ته په عادي ویزو سفر کړی، چې اوس یې د اوسېدو موده پوره شوې ده.

دغه سازمان ویلي: "وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې له تبعیض سره مخامخ دي ډیر خراب دی."

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا یوې چارواکې ډینوشیکا ډیسانایک ویلي، چې دا د ژورې اندیښنې خبره ده، چې نړیواله ټولنه په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام نکوي.

میرمن ډیسانایک ویلي: "ددې له امله، چې نه بیرته خپل هیواد ته ستنیدلی شي او نه هم په پاکستان کې په دایمي ډول اوسیدلی شي دوی په داسې یو حالت کې بند پاتې، چې هیڅ د تیښتې لار نلري".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ "یو این ایچ سي ار" د کډوالو په توګه ددغو افغانانو د نومونو ثبت او همداشان د پاکستان د حکومت له خوا د ویزو د تمدید په برخه کې د ځنډ له امله دا افغان کډوال د پولیسو له خوا نیول کیږي، زورول کیږي او پیسې ورڅخه اخیستل کیږي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ "یو این اچ سي ار" د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالو په قانوني اسنادو په دغه هیواد کې ژوند کوي.

د رپوټونو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ وروسته شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډه شوې دي.

فورم \ دبحث خونه