شاته

د بخښنې سازمان د امریکايي ځواکونو د یو برید قربانیانو سره ددغه پوځ په چلند انتقاد کړی

د بخښنې نړیوال سازمان د کابل په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو د ډرون بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د لسو ملکي وګړو د وژل کیدو د دوییمې کالیزې په مناسبت ویلي، چې ددغې خونړۍ پیښې قربانیانو د امریکا د متحده ایالاتو څخه هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان د سه شنبې د ورځې ناوخته اګست ۲۹ (وږي اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې دوه کاله دمخه په دې ورځ ( اګست ۲۹) د کابل په هوايي ډګر کې د امریکا د پوځ د ډرون بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې لس ملکي وګړي وژل شوي و.

د امریکا د متحده ایالاتو پوځ د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر ۱۷ ( وږي ۲۶) اعلان وکړ، چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش د ډلې وسله وال نه بلکې ملکي افغانان وژل شوي دي. د امریکا د پوځ په دې هوايي برید کې په وژل شویو کسانو کې اوه ماسومان هم شامل وو.

جنرال کینټ مکنزي د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي ځواکونو قوماندان ددې پیښې د پلټنو د بشپړیدو وروسته د پلټنو د پایلو د اعلانولو پرمهال دا پیښه "یوغم لړلې اشتباه" په توګه یاده کړې وه.

که څه هم ددې برید له پیله ویل کیده چې د امریکا د متحده ایالاتو د ډرون الوتکې په برید کې ملکیان وژل شوي ، خو د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ټینکار کوه، چې دا برید په دقیق ډول ترسره شوی دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په کړنه کې د بدلون غوښتنه کړې او ویلي دي، چې دا هیواد باید د بې پیلوټه الوتکې د قربانیانو سره مرسته وکړي.

همداشان دغه سازمان ویلي، چې د امریکا متحده ایالات ادعا کوي، چې په ځانګړو عملیاتو کې په خاص ډول په ټوله نړۍ کې د تروریستانو د وسله والو پر وړاندې د بې پیلوټه ډرون الوتکو په کارولو سره امریکایان یې خوندي کړي دي.

خو دغه سازمان ټینګار کړی: "په واقعیت کې په زرګونو ملکیان معمولا پرته د هیڅ ډول وضاحت او یا هم د قربانیانو کورنیو ته د خسارې د ورکولود هیڅ د کومې هڅې پرته هغوی وژلي دي".

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت ادعا کوي، چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژلو د پیښو په اړه تحقیق کوي، خو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې داسې ښکاري، چې امریکا متحده ایالات دا ګڼي، چې کوم کسان چې وژل شوي هغوی" وسله وال یا تروریستان وو، په داسې حال کې، چې هغوی ملکي وګړي" وو.

د نړیوالو قوانینو له مخې د امریکا متحده ایالات په رسمیت پیژندل شوې یوه وسله واله نښته کې یوازې کولی شي د یوې ښکیلې وسله والې ډلې وسله وال کسان ووژني. که چیرې دا مشخص شوې نه وي، چې دا خاص کسان وسله وال دي یا نه نو دولتونه باید دا ډول کسان د ملکي وګړو په توګه وپیژني. خو د یوې وسله والې نښتې له ځای څخه بهر ټول کسان ملکي وګړي حسابیږي. حکومتونه کولی شي هغه کسان هدف وګرځوي، چې د انسانانو ژوند ته د مرګ ګواښ یې خورا زیات جدي وي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلی: "متاسفانه د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د بشري حقونو نړیوال قوانین له خپل هیواد څخه بهر نه تائیدوي. همداشان دا هیواد د خپلو ځواکونو له خوا د نړیوالو قوانینو د څرنګوالي د تفسیر په اړه د معلوماتو د افشا کولو هم ډډه کړې ده".

دغه سازمان د امریکا په متحده ایالاتو باندې انتقاد کړی، چې څرنګه پریکړه کوي چې یو فرد " وسله وال او یا تروریست" دی او امریکا متحده ایالات کولی شي دغسې یو څوک ووژني په دې اړه یې هیڅ وضاحت نه دی ورکړی".

د بخښنې نړیوال سازمان دې ته په اشارې، چې په دې وروستیو کلنو کې په " زرګونو ملکیان" پرته د کوم وضاحت او حساب ورکولو د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي د قربانیانو کورنۍ پرته د غرامت ترلاسه کولو په ستونزو کې ژوند کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د امریکا متحده ایالات باید په معنی دار ډول د ملکي تلفاتو د ادعاو په اړه پلټنې وکړي او د ملکي وګړو سره چې ورته زیان رسیدلی مرستې وکړي.

فورم \ دبحث خونه