شاته

تاجیکستان کې د سختو بارانونو له کبله د مړو شمېر ۲۱ ته ورسېد

د تاجیکستان چارواکو د چهارشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي اتمه) وویل په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له کبله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.

د یکشنبې او دوشنبې د ورځو سخت بارانونه پایتخت دوشنبې ته څېرمه ښارګوټو کې د سیلابونو او ځمکې ښویېدو لامل شوي او مرګ ژوبله یې پېښه کړې ده.

چارواکو د دوشنبې په ورځ د تلفاتو شمېر ۱۳ تنه ښودلی و، خو د ددغه هېواد د طبیعي پیښو سره د مبارزې کمیټې د چهارشنبې په ورځ فرانس پرس ته وویل: "تر اوسه ۲۱ تنه مړه شوي دي."

د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې چارواکو له وړاندې خبرداری ورکړی و چې د ځمکې ښویېدنې د نورو پېښو رامنځته کېدو خطر "زیات دی."

تاجیکستان، چې په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي تر ټولو بې وزله هېواد دی، د طبیعي پېښو له خطر سره مخامخ دی.

د فبرورۍ په میاشت کې، د افغانستان پولې ته څېرمه په ګورنو بدخشان غرنۍ سیمه کې د واورې او ځمکې ښویېدو لسګونه پېښې رامنځته شوي وې.

فورم \ دبحث خونه