شاته

د اسیا جام یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ نن پاکستان کې د پاکستان او نیپال له مقابلې پېل کېږي

د اسیا جام یوه ورځنۍ کرکټ سیالۍ نن د پاکستان په ملتان ښار کې پېل کیږي چې په وړومبۍ سیالۍ کې به د پاکستان اؤ نیپال لوبډلې د یو بل پرضد سیالۍ لپاره میدان ته کوزیږي.

د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د چهارشنبې په ماسپښین دوه نیمې بجې د پېلیدونکې دې سیالۍ نه وړاندې به د ملتان د کرکټ میدان کچه غرمه 11 نیمې بجې پرانستل کیږي اؤ پکې به د اسیا جام په خوشحالۍ کې د سندرو اؤ خوښیو یوه زړه پورې دستوره ترسره کیږي.

پاکستان د اسیا جام د سیالیو د پېل کوربه توب په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ یې افغانستان ته د دریو یو ورځنېو لوبو لړۍ کې په صفر د ماتې ورکولو سره د یو ورځنیو لوبو نړیواله درجه بندۍ کې اول مقام ګټلی دی.

دا دوهم ځل دی چې پاکستان په نړیواله کچه اول مقام ته رسیدلی دی اؤ هغوي ددې نړیوال جام په 31 سیالیو کې 22 سیالۍ ګټلې دي.

د اسیا جام د وړومبۍ سیالۍ لپاره پاکستان خپله لوبډله اعلان کړې ده اؤ په دې لوبډله کې د سعود شکیل، وسیم جونیر اؤ ال راونډر فهیم اشرف پځای د افتخار احمد، حارث رؤف اؤ نیسم شاه د لوبولو فیصله شوې ده.

ټاکل شوې ده د پاکستان لوبډله به د اګست په 31مه سریلنکا ته روانیږي اؤ دغلته به په کینډي کې د د خپل روایتي حریف هندوستان پرضد د ګروپ ای په دویمه سیالۍ کې میدان ته کوزیږي.

نن د وړومبۍ سیالۍ لپاره د پاکستان په لوبډله کې کپتان بابر اعظم، شاداب خان، فخر زمان، امام الحق، سلمان علی اغا، افتخار احمد، محمد رضوان، محمد نواز، نسیم شاہ، شاهین اپریدی او حارث رؤف شامل دي.

د پاکستاني لوبډلې کپتان بابراعظم رسنیو ته ویلي دي چې په دې سیالیو کې به هیڅ یو حریف اسان نه ګڼي اؤ د ګټې د خپل پوزیشن پځای ساتلو هڅه به کوي.

هغه ویلي پاکستاني لوبډلې د تېرو څو کالو راهسې سخت محنت اؤ خواري کړې ده اؤ په نړیواله کچه یې اول مقام ته ځان رسولی دی خو وايي دا عمل لا سر ته رسېدلی نه دی اؤ اوس به هڅه وکړي چې د اسیا جام اؤ بیا ورپسې نړیوال جام هم وګټي.

پاکستان په وروستي ځل په ملتان کې د ویسټ انډیز پرضد د یو ورځنېو سیالیو لړۍ پروسکال د جون په میاشت کې لوبولې وه اؤ هغه یې د صفر په مقابله کې په دریو لوبو ګټلې وه.

د ملتان په سټيډيم کې پاکستان د یو ورځني کرکټ 10 مقابلې کړې دي چې دې کې یې 7 ګټلې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00