شاته

بلوچستان: د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده

په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وايي پښین سیمه کې یې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې څلور وسله وال وژل شوي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د بلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي دا عملیات د پښین سرخاب سیمه کې د ترهګرو د شتون په اطلاع ترسره کړل شوي دي.

ویاند ویلي کله چې پولیس د ترهګرو پرضد کارروایۍ لپاره دغه سیمې ته ورسیدل نو ترهګرو سره یې یوه سخته نښته وشوه چې پکې د تندروه وسله وال تنظیم څلور وسله وال وژل شوي.

په بیان کې د وژل شوؤ کسانو نوره پېژندګلو نه ده ښودل شوې خو سي ټي ډي دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ د ولکې نه یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

په پاکستان کې د تېر قابو یو کال راهسې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټک شوې ده اؤ د ملک په بیلابیلو برخو کې ترهګرو په امنیتي ځواکونو مرګوني ګزارونه کړي چې پکې په سوونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

تېره میاشت ملګرو ملتونو پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټکه شوې ده اؤ پاکستاني طالبانو زیاته زړورتیا موندلې ده.

د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه د روان کال 2023م په لومړیو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي.

په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00