شاته

د بجلۍ په لوړو بېلونو احتجاجونه،د پاکستان نګرانې کابېنې آی ایم اېف سره د مشورې پرېکړه کړې ده

په پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بېلونو پرضد د پېل شوؤ سختو ولسي احتجاجونو نه وروسته د پاکستان مرکزي نګرانې کابېنې پرېکړه کړې ده چې د بجلۍ نرخونو یا په دې لګول شوؤ ټیکسونو کې د کمي پرېکړه به نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم اېف سره له مشورې وروسته کولی شي.

د اطلاعاتو نګران مرکزي وزیر مرتضا سولنګي وایي د خزانې وزیر د بجلۍ بېلونو کې ولس ته د اسانیو ورکولو په خاطر آی ایم اېف سره په تماس کې دی اؤ په راتلونکو څو ساعتونو کې به د آی ایم اېف په اعتماد کې له اخستو وروسته د بلونو په اړوند پرېکړه وکړل شي.

پاکستاني رسنۍ وایي د نهې په ورځ د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ راجوړې شوې د مرکزي کابینې غونډه کې په خلکو پسې د لېږل شوؤ زیاتو بلونو په قسطونو کې د جمع کولو منظوري ورکړل شوې ده.

پاکستان کې د بجلۍ د سیوا شوؤ نرخونو اؤ ټیکسونو پرضد د ولس لخوا دتېرو پینځوؤ ورځو راهسې په روان احتجاج کې ورځ تر بلې شدت پیدا کیږي اؤ پرون د نهې په ورځ هم دهیواد بیلابیلو برخو کې خلکو احتجاجي مظاهرې کړي اؤ د بجلۍ بېلونه یې د احتجاج په توګه سوځولي دي.

تر سختو ولسي احتجاجونو وروسته تېره اوونۍ وزیراعظم انوارالحق کاکړ ویلي وؤ اړونده چارواکو سره په مشوره به هڅه وکړي چې د بجلۍ لوړو بلونو کې صارفینو ته زیات نه زیات رعایت ورکړي .

دخپل اعلان له مخې دتوانایۍ د محکمې اؤ نورو اړونده چارواکو سره دوه ورځې پرله پسې له غونډو وروسته هم نګران وزیر اعظم په دې نه دی توانېدلی چې دبجلۍ نرخونو یا په بلونو کې خلکو پسې لېږل شوؤ ټیکسونو کې د کمي اعلان وکړي.

څېړونکي وایي پاکستان آی ایم اېف نه دپور اخستو په بدل کې دغه نړیوالې مالیاتي ادارې سره ژمنه کړې ده چې د بجلۍ نرخونه اؤ ټیکسونه به نه کموي اؤ که چېرې اوس دبجلۍ نرخونه غورځوي یا خلکو ته ټیکسونه بخښي نو دا به آی ایم ایف سره د شوي تړون نه سرغړونه ګڼل کیږي.

د بجلۍ په زیاتو بلونو د راپیدا شوي بحران معامله پرون د نهې په ورځ دنګران کابینې مخې ته اېښودل شوې وه اؤ پاکستاني رسنۍ وایي کابېنې پرېکړه کړې ده چې دبجلۍ نرخونو یا هم ټیکسونو کې د کمي په اړوند پرېکړه به د آی ایم ایف سره له مشورې وروسته کولی شي.

مرکزي کابېنې منظوري ورکړې ده چې د جولایي اؤ اګست دمیاشتو بلونه به په قسطونو کې له صارفینو وصولولی شي خو پاکستاني رسنۍ د سرچینو له قوله وایي چې دا پرېکړه به هم د آی ایم ایف له منظورۍ وروسته عملي کولی شي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر مرتضا سولنګي د ای ار وایي ټيلي ویژن په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ویلي چې د کابینې په غونډه کې صارفنیو ته د لنډې،درمیانه اؤ‌ اوږدې مودې د رعایت ورکولو فیصلې لپاره سلا مشورې شوې دي.

هغه ویلي کابېنې ته په اېښودل شوؤ وړاندیزونو کې په یو څو وړاندیزونو فیصلې شوي خو څو فېصلې بیا داسې دي چې دهغې عملي کولو لپاره ضروري ده چې آی ایم اېف په اعتماد کې واخستل شي.

هغه وویل د خزانې نګران وزیر شمشاد اختر د آی ایم ایف سره په تماس کې دی په راتلونکو څو ساعتونو کې به دبجلۍ دلوړو بلونو په اړوند پرېکړه وکړل شي.

د پاکستان بیلابیلو ښارونو،کلیو اؤ بانډو کې د تېرو پینځوؤ ورځو راهسې د بجلۍ د لوړو بلونو پرضد خلک په احتجاجونو بوخت دي اؤ پرون د نهې په ورځ هم دخېبر پښتونخوا په سرښار پېښور، مردان ،چارسده ،نوښار اؤ یو شمیر نورو سیمو کې په زرګونو خلک د بجلۍ دلوړو بلونو پرضد سړکونو ته د احتجاج لپاره راوتلي وؤ.

په ټولنیزو رسنیو دعوې شوې دي چې پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بلونو له امله په څو ښارونو کې بې وزله خلکو ځانونه هم وژلي دي خو ددغو دعوؤ تصدیق د ازادو سرچینو څخه نه دی شوی چې ایا د ځان وژنې علت یې د بجلۍ لوړ بلونه دي که نور څه ؟

په احتجاجونو بوخت وګړي د حکومت اؤ واپډا پرضد شعارونه ورکوي اؤ وایي چې د دوي دمعاش نه زیات ورپسې د بجلۍ بلونه ورلیږل شوي دي چې د ادا کولو توان یې نه لري.

د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې د واپډا په تنصیباتو د قهریدلو مظاهره چیانو لخوا د بریدونو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي.

د پاکستان دسینیټ غړي مشتاق احمد خان تېره اوونۍ دسینیټ غونډه کې د لوړو بلونو معامله راپورته کړې وه اؤ ویلي یې وؤ یو خوا ولس ته په ګرانو نرخونو بجلي ورکړل کیږي اؤ بلخوا دبجلۍ بلونو کې مختلف قسمه 13 ټیکسونه شامل کړل شوي دي چې بې وزله ولس یې د ورکولو توان نه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00