شاته

ملګري ملتونه ایران کې میشتو افغان نجونو او میرمنو ته د قابلګۍ او نرسنګ روزنه برابروي

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق (UNFPA) سه شنبه اګست ۲۹ (وږي۷) ویلي چې د ایران د روغتیا د چارواکو سره یې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې پدې هیواد کې میشتو افغان میرمنو او نجونو ته د نرسنګ او قابلګۍ په برخې کې د زده کړو شرایط برابر شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دا تړون دوشنبه اګست ۲۸ د ایراني چارواکو سره لاسلیک شو.

ملګرو ملتونو ویلي چې د روزنې دا پروګرام د هغو افغان میرمنو او نجونو د غښتلتیا او شمولیت لپاره مهم دی چې اړ شوي خپل کور کلی په افغانستان کې پریږدي او ایران ته کډه شي.

ښاغلي دوجاریک وویل چې د روزنې د دې پروګرام مشري به د وګړو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق کوي او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې او د مهاجرت لپاره د نړیوال سازمان سره په ګډه دا چارې پر مخ وړي

د ملګرو ملتونو دې چارواکي وویل چې دا سازمانونه د ایران د حکومت سره په ګډه کوښښ کوي چې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو ستونزې حل کاندي.

ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي چې په ایران کې د میشتو افغانانو لپاره چې د خطر سره مخ شرایطو کې ژوند کوي د HIV د مخنیوي او زیږون اړوند خدماتو په برابرولو کې هم مرسته کوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د معلوماتو له مخې په ایران کې څه باندې ۳.۴ ملیونه بې ځایه شوي خلک او کډوال اوسیږي او د ترکیې څخه وروسته په نړۍ کې دویم هیواد دی چې ډیر کډوال پکې ژوند کوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمن کیدو څخه وړاندې ۳.۴ ملیونه افغان وګړي په ایران کې کډوال و چې نږدې دوه ملیونه یې په غیر قانوني توګه پدې هیواد کې پاتې کیدل.

د نړیوالو موسسو د شمیر له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته له افغانستان څخه په سلګونو زره افغانان ایران او پاکستان ته کډه شویدي.

جنګ، بیکاري، ښه ژوند ته د رسیدلو لټه او د طالبان د غچ اخیستلو څخه فرار په هغو عواملو کې شمیرل کیږي، چې افغانان خپل هیواد پریښودلو ته اړباسي.

فورم \ دبحث خونه