شاته

د خلیج هیوادونه د اوباما په تلو او د ټرمپ په راتلو خوښ دي

د امریکا د نوي جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ټویټري پیغامونو د اندیښنې سره سره، د خلیج هیوادونو د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د دورې په پای ته رسیدو خوښي کړې ده.

د خلیج هیوادونو هیله څرگنده کړې چې ښاغلی ټرمپ د ایران پر وړاندې چې د خلیج هیوادونو سیال گڼل کیږي، جدي عمل وکړي.

ښاغلي ټرمپ له لوړې وروسته په پخپله لومړنی وینا کې د هیواد د کورنیو تولیداتو ټینگ ملاتړ وکړ چې د هغه دغه څرگندونې د نړۍ د یو شمیر هیوادونو د اندیښنې سبب شوی، ځکه په دې کار سره کیدای شي نړیوالې سوداگرۍ ته تاوان پیښ شي او په پای کې نړیوال اقتصاد د بحران خواته ولاړ شي. خو داسې ښکاري چې د خلیج عرب مشران بیا خوشبین دي.

دوی ټرمپ یو غښتلی ولسمشر گڼي او وایي هغه به په دې سیمه کې چې د امریکا امنیت او د انرژۍ اړتیاو ته مهمه ده، د دوی د عمده ستراتیژیک همکار په توگه له دوی سره د واشنگټن اړیکې لا ټینگې کړي.

د خلیج د مشرانو په اند د ایران نفوذ په سیمه کې په پراخیدو دی. دغه هیواد په سوریې، عراق، یمن او لبنان کې د خپلو شیعه ملیشو ملاتړ کوي، د بحرین او سعودي عربستان په ختیځ کې د تیلو د غني سیمې د شیعه متحدینو حمایت هم کوي.

د رویترز اژانس وایي داسې ښکاري چې سعودي عربستان په ځانگړې توگه د اوباما په تللو خوښ وي، ځکه د هغوي په فکر د ریاض سره د واشنگټن دوستي په ٢٠١٥ کې د ایران سره د اتومي موافقې د لاس لیک په پرتله کم اهمیته وه. د ایران سره د لویدیځ له موافقې وروسته سعودي په دې باور شو چې اوباما د ایران سره اړیکو ته ډیر اهمیت ورکاوه.

د رونالد ریگن او دونالد ټرمپ ترمنځ ورته والی

د سوریې په سر مخالفت موجود و. اوباما د خلیج هیوادونو دا غوښتنه چې د بشارالاسد مخالفو یاغیانو سره باید مرسته وشي ونه منله، او اسد د ایران او روسیې په ملاتړ وژغورل شو.

یو سعودي څیړونکی سید عبدالرحمن الرشید وایي ټرمپ داسې څوک نه دی چې ایران او یا بل کوم لورې ته ځان "ټیټ" کړي "که په هماغه فکر وي چې ویلي یې دي، نو مونږ به یو بل رونالد ریگن وگورو، یو شخص چې په سیمه کې ټول ځواکونه جدي وگڼي. دا هغه څه دي چې متاسفانه مونږ په تیرو اتو کلونو کې نه دي لیدلي".

یو شمیر عرب مبصرین د ټرمپ او ریگن ترمنځ سیاسي شباهتونه ویني چې هغه هم د امریکا د بیا غښتلي کولو شعار ورکاوه. ریگن هم د قوي پوځي ځواک پلوي و.

خو د رویترز په لیکنه د ښاغلي ټرمپ چټک او گډوډ ټویټري پوستونه چې یو ستایي او بل غندي، د یو شمیر څیړونکو د اندیښنې سبب شوی چې ښایي د امریکا نوی جمهور رئیس به د منځني ختیځ د پیچلي او کړکیچن وضیعت د ادارې وړتیا ونه لري.

د ابو ظبی د ملي ورځپاڼې لیکوال فیصل ال یافای، وایي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي ټرمپ پیغامونه ښایي ستونزې وزیږوي.

د ښاغلي یافای، په وینا ښایي د نړۍ په یو گوټ کې داسې کومه پیښه رامنځ ته شي چې په احتیاط سره د غبرگون یا ځواب جوگه وي، خو ښایي ښاغلی ټرمپ به د هغه په اړه احساساتي برخورد او تبصره وکړي او دغه کار د اندیښنې وړ دی. هغه وایي دا د ښاغلي ټرمپ د غبرگون او تبصرې بڼه ده چې ښایي بدله نه شي.