شاته

د سوریې شمال ته د امریکایي چارواکو سفر ته د خلکو غبرګون: "آزادې سوریې ته ښه راغلاست"

د متحده ایالاتو د کانګرس درې غړي یکشنبه اګست ۲۷ (وږي۵) په نادره سفر د سوریې شمالي برخې ته تللي چې کنټرول یې د ترکیې د ملاتړ څخه برخمنو یاغیانو په لاس کې دی.

په سیمه کې د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال وایي د کانګرس دا غړي د ترکیې څخه د باب السلام سرحدي دروازې د لارې د سوریې شمال ته تللي.

دې خبریال ویلي چې د سیمې خلکو د کانګرس دې غړیو ته د ښه راغلاست لپاره انقلابې جنډې د ځانونه سره راوړې وې او په لوحو یې لیکلي و، "آزادې سوریې ته ښه راغلاست".

د استازو مجلس غړي فرینچ هیل، بین کلاین او سکاټ فیټزګیرلاډ پدې امریکایي پلاوي کې شامل و.

دوي د حلب ولایت د اعزاز په ښار کې یو روغتون ولید او هم یې د هغو ماشومانو سره ولیدل چې میندې یا پلرونه یې د سوریې په کورنۍ جګړې کې وژل شویدي.

په سیمه کې د انتقالي حکومت ویاند یاسر الحاجي چې ترکیه یې ملاتړ کوي د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې ددې امریکایي پلاوي د سفر هدف دا دی چې په آزادو شویو سیمو کې واقعیت ولیدل شي.


د حیات تحریر الشام په نامه جهادي ډله په سوریه د وسله والو یاغیانو تر کنټرول لاندې په سیمو واکمني لري چې د ادلیب ولایت ډیره برخه پکې شامله ده. د حلب، حامام او لاذقیه ولایتونو ځینې برخې هم د همدې یاغیانو په لاس کې دي.

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان چې مرکز یې په برتانیه کې دی او په سوریه کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري وایي چې د امریکا دا پلاوی د حلب لایت جندریس سیمې ته ندی تللی ځکه نه یې غوښتل چې په امریکا کې کوم جنجال پیدا کړي.

دا سیمه د حرکت تحریر الشام وسله والو په لاس کې ده چې مشري یې په سوریه کې د القاعده شبکې یو پخوانی غړی کوي او واشنګټن دا ډله د ترهګرو سازمانانو په لست کې شامله کړې.


د څار دې ادارې ویلي چې د متحده ایالاتو دې پلاوي غوښتل په سیمه کې د انتقالي حکومت کارونه وارزوي او معلومه کړي چې آیا د باب الحوا لارې پر ځای د باب السلام د لارې د ترکیې څخه د سوریې هغو سیمو ته چې کنټرول یې د یاغیانو په لاس کې دی د بشري مرستو رسول امکان لري که نه.


د متحده ایالاتو د کانګرس دې غړیو همدرانګه په سوریه کې د سپینې خولیو په نامه د رضاکارانو د مشر راید صالح سره کتلي چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ژغورنې فعالیتونه کوي.

د سوریې حکومت تر اوسه د متحده ایالاتو د کانګرس دې غړیو د سفر په هکله څه ندي ویلي.

فورم \ دبحث خونه