شاته

غني: ګیلاني په مشرۍ حکمتیار سره سوله زموږ لویه لاسته راوړنه ده

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د سیداحمد ګیلاني د جنازې په مراسمو کې وویل، د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د ښاغلي ګیلاني په وخت کې له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه د افغان دولت لویه لاسته راوړنه ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر سیداحمد ګیلاني د جنازې مراسم، چې په کې د افغان دولت لوړپوړو چارواکو او سیاسي او جهادي شخصیتونو ګډون درلود نن سهار شاوخوا اته بجې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په ارګ کې ترسره شول.

ولسمشر غني وویل "په لږه موده کې د پیر صاحب تر قیادت لاندې موږ هغه لاسته راوړنه تر لاسه کړه، چې کرزي صاحب یې پیل کړی وو او هغه دا وه چې حزب اسلامي سره او انجینیر صاحب حکمتیار سره د سولې موافقه وشوه."

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د دغې موافقې عملي کول د داوړو خواوو مسولیت دی.

سید احمد ګیلاني تیرکال د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر وټاکل شو.

د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د هغه په وخت کې شاوخوا څلور میاشتې مخکې افغان حکومت له اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

ټاکل شوې چې نن د ښاغلي ګیلاني جنازه د ننګر ولایت په سرخ‌رود ولسوالۍ کې د هغه په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

افغان حکومت د سولې د عالي شورا د مرستیال محمد کریم خلیلي په مشرۍ یو کمیسیون ته دنده سپارلۍ، تر څو د سیداحمد ګیلاني د جنازې، خاورو ته سپارلو او فاتحې مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتوالی ونیسي.

سید احمد ګیلاني د شنبې په ماښام د ۸۴ کلونو په عمر د کابل ښار د ملي امنیت په روغتون کې د زړه د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.