BBC
 شاته

''نوې اورپکې ډلې د وردګو پوهنې ته سرخوږی جوړوي''

Image copyright AFP
Image caption په تېرو میاشتو کې په دغه ولايت کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو پر وړاندې د تښتونو او ځورونو پېښې ډېرې شوې.

د ميدان وردګو ولایت چارواکي وايي یوشمېر نوو وسله والې ډلې د پوهنې کارکونکو ته ګواښونه کوي.

د پوهنې دوه کارکونکي تېره اونۍ د دغه ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو وتښتول او له یوې ورځې یرغمل وروسته يې بېرته خوشي کړل.

د پوهنې د کارکوونکو پر وړاندې د تاو تریخوالي تازه دوه پېښې په همدې اونۍ کې رپوټ شوې دي.

د پوهنې دا دوه کارکوونکي د روانې اونۍ په پیل کې د څارنې په موخه د دغه ولايت په سید اباد ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو لخوا وتښتول شول او له یوې ورځې یرغمل وروسته بېرته خوشي شول.

د دغه ولايت د پوهنې مشر فضل الرحمن طارق وايي دوی د دغه راز ځورونو په هدف نه پوهېږي خو په وينا يې د بېلابېلو وسله والو او ناقانونه ډلو زياتوالي د دوی فعاليتونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي:

''زموږ دوه کارکوونکي د مخالفينو د يوې ډلې لخوا کېنول شوي و، وروسته الحمدالله راخوشي شول، دا چې دوی څه هدف درلود له هغو نه الله خبر دی، ولې ډېر زيات يې ځورولي نه وو، خو ډار کړي يې وو.''

ښاغلی طارق زیاتوي، له دې وړاندې هم د اختر په رخصتيو تللي د معارف کارکوونکي وسله والو ګواښلي وو چې کار پرېږدي او د یوې ورځې لپاره يې بنديان کړي هم وو.

تېره هم په يوه پېښه کې د دغه ولايت د بهسودو د لومړۍ حصې ولسوالۍ د معارف مدير په جګړه کې له ټپي کېدو وروسته د باميانو مرکزي ته روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی دی.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا یو غړی وايي دوی د معارف کارکوونکو ته د بېلابېلو وسله والو ډلو لخوا متوجه ګواښ اندېښمن کړي او د سپین ږيرو په واسطه له مخالفو وسله والو ډلو ډلو سره د دغه ګواښ د مخنيوي په موخه په تماس کې دي.

Image copyright BBC Pashto
Image caption د پوهنې د کارکوونکو پر وړاندې د تاو تریخوالي تازه دوه پېښې په همدې اونۍ کې رپوټ شوې دي.

عبدالوحيد اکبر زوی بي بي سي ته وویل د دوی اطلاعات دا ښیي چې د دغو تښتونو تر شا تر ډېره د هغو نوو ډلو لاس دی چې په تېرو میاشتو کې له بهر څخه راغلې:

''په سید اباد ولسوالۍ کې یې وه درې مشخص مشران دي. دا داسې یو څوک دي چې د هغوی په غیاب کې او د هغوی په خلاف کار کوي، ريښتيا هم چې دوی خطرناک دي، هڅه کوو چې موږ د مخالفينو له مشرانو سره د سپين ږیرو له لارې ووينو او ورته ووايو چې تاسې هم د دوی مخه ونیسئ.''

د ښاغلي اکبر زوی په وينا، پخوا طالبانو د معارف کارکوونکو ته ګواښونه نه کول، خو د نوو راغلو ډلو په راتلو سره د پوهنې کارکوونکو ته ستونزې ډېرې شوې دي.

په میدان وردګو کې ځايي خلک، چارواکي او د ولایتي شورا غړي اندېښنه لري که د پوهنې د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالو دغه لړۍ دوام وکړي، نو ښوونکي او کارکوونکي به په ناامنو سيمو کې کار ته زړه نه ښه کوي.