شاته

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې بهرنۍ سرمايه کارۍ ته دومداره تګلاره پکار ده

واشنګټن - وال سټريټ جرنل د جمعې په ورځ د پاکستان د اقتصاد په اړه رپوټ خور کړی چې پکې ويل شوي سعودي عرب غواړي د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د تانبې د يو غټ درنګ څه برخه واخلي او اووه بيلين ډالره پکې ولګوي.

د رپوټ تر مخه د تېلو پيدا کوونکی تر ټولو غټ عرب ملک سعودي عرب د پاکستاني چارواکو سره په خبرو اترو کې وړاندې تلی چې په دغه هېواد کې د تېلو د پاکولو ريفاينري هم ولګوي چې نزدې څوارلس بيلين ډالره سرمايه کاري به پکې وکړي.

په دې اړه د پاکستان يو اقتصاد پوه ساجد امين وي او ای ډيوه ته ويلي د اقتصاد د ښه کولو د پاره مستقله تګلاره ډېره ضروري ده او هر چرته چې سرمايه کاري کيږي پکار ده ځايي خلکو ته يې ګټې ورورسي.

هغه وايي “مونږ له به دا يقيني کول وي چې د دې سرمايه کارۍ ګټې مقامي خلکو ته وي. خو پوښتنه دا ده چې که بلوچستان ته نووې سرمايه کاري راځي نو ايا دا به هغلته خلکو ته روزګار ورکړي؟

هغه وويل “داسې نه چې زما په رنګ تن د اسلام اباد نه لاړ شي او هغلته روزګار تر لاسه کړي. زه ګڼم که دې دوه درې څيزونو ته پام وشي نو کېدلی شي دا به ګټه ور وي”.

وال سټريټ جنرل ليکلي د پاکستان طاقتور پوځ هم غواړي د عرب هېوادونو د سرمايه کارۍ د پاره په پاليسيانو کې اسانۍ پيدا کړي ځکه چې دې سرمايه کار هېوادونو اکثر د بيوروکريسي د پېچيده او وخت اخستونکو پاليسيانو نه شکايتونه کړي.

يو بل اقتصاد پوه او د سټاک مارکيټ څېړونکی شهريار بټ ډيوه ته ويلي سټاک مارکيټ په دومداره توګه ښه کيږي او د روپۍ ارزښت هم په نزدې ورځو کې نه دی کم شوی ځکه چې په پاکستان کې د بهر نه د سرمايه کارانو د راتلو خبرونه خوريږي.

په نزدې ورځو کې د سعودي عرب د خارجه چارو او د معدنياتو د څانګې وزيران د پاکستان په سفر وو چې د پاکستاني چارواکو سره يې د سرمايه کارۍ په اړه خبرې اترې شوي.

البته دې عرب هېوادونو دا نه دي ويلي چې څومره سرمايه کاري کول غواړي خو دې کال په جنورۍ کې سعودي عرب ويلي وو په پاکستان کې د لس بيلين ډالرو سرمايه کاري کول غواړي.

اسلام اباد په تېرو مياشتو کې د سپيشل اېنوېسټمنټ کونسل په نوم نوې اداره جوړه کړې چې د پوځ مشر يې هم غړی دی او څېړونکي وايي په کونسل کې د پوځ د مشر د شاملېدو معنا دا ده چې د بهر نه د سرمايه کارۍ شوقينو حکومتونو او ادارو ته د بيوکرېټانو ل خوا د پيدا کېدونکو مشکلاتو په اسانولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د پلاننګ او ترقۍ څانګې پخواني وزير احسن اقبال ويلي په پاکستان کې د سرمايه کارۍ مواقع شته خو وایي په تګلارو کې تسلسل پکار دی.

څېړونکي وايي پاکستان په تېر اويا کاله کې د خپل بجټ د خسارې او ضرورياتو د پاره تل د بهر نه قرضې اخستلي او اوس د هغې قرضو د بيرته ورکولو توان نه لري.

د بلوچستان د ريکوډېک د سرو زرو او تانبې د درنګ د خرڅ سره سره چې سعودي عرب سره پرې خبرې روانې دي پاکستان خپلې نورې شتمنۍ هم خرڅوي. د منځني ختيځ يوې مجلې «دي میډل ايسټ ايي» په غټه سرخۍ ليکلي پاکستان ځان خرڅ ته تيار کړی دی.

څېړونکي وايي پاکستان خپل هوايي او سمندري بندرونه هم خرڅوي او په ورستيو کې د کراچۍ د سمندري بندر د خرڅېدو خبرونه هم خوريږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00