بریتانیايي زندانونو کې د 'سخت دریځو' کتابونه
بي بي سي ته ویل شوي، چې د بریتانیا انګلستان او وېلز زندانونو په ځینو کتابتونونو کې د ''سخت دریځو'' پنځه کتابونه لاهم شته. اوه میاشتې وړاندې د دا ډول کتابونو د چاڼ کولو لړۍ پیل شوې وه.
د یوه راپور له مخې، په عربي نړۍ کې دا ډول کتابونو د ''سخت دریځۍ'' د افکارو په خپرولو کې رغنده او مهم رول لوبولی دی.
د سخت دریځۍ مسلو کې کارپوه ډاکټر چیتن بټ وايي، د زندانونو کتابتونونو کې د دا ډول کتابونو موجودیت د ''اندېښنې وړ'' خبره ده.
د بریتانیا حکومت ویلي، دغه کتابونه په زندانونو کې د سخت دریځۍ ارزولو پرمهال د ''اچېسون'' له خوا وموندل شول.
بي بي سي ته ویل شوي، په زندانونو کې د سخت دریځۍ په تړاو د کتابونو راغونډولو کمپاین پیل شوی او د عدلیې وزارت د ۲۰۱۵ کال نومبر میاشت کې د دا شان کتابونو د شتون خبر ورکړی و.
د یادو کتابونو یو یا ډېر ټوکه د څارونکو له خوا ۱۱ زندانونو په ۹ عبادتخونو کې موندل شوي.
اچېسون خپل راپور د ۲۰۱۶ مارچ میاشت کې وسپاره، خو څو ځلې د راپور خپرېدل وځنډول شول.
بي بي سي ته ویل شوي، له زندانونو څخه د دا ډول کتابونو د لیرې کولو امر ایله د جون له ۲۰ مې وروسته وشو.
اچېسون د ۲۰۱۶ د جولای پر ۱۳ مه د پارلمان یوې جرګه ګۍ ته په وینا کې وویل ''د زندانونو عبادتخونو کې یې د سخت دریځۍ ورته ګڼ کتابونه وموندل''.
ده وویل، دغه کتابونه چې ''توکمپالنې او کرکې ته د بلنې معلومات پکې دي، پرته له دې چې څارنه ورباندې وشي، په زندانونو کې ډېری بندیانو ورته لاسرسی درلود''.
اچېسون خپله حیرانتیا هم ښودلې، چې د عدلیې وزارت د زندانونو له کتابتونونو څخه د دغه شان کتابونو په لیرې کولو ډېر وخت ایستلی دی.
'اسانه لاسرسی'
اچېسون زیاتوي: ''په نومبر میاشت کې مې عدلیې وزارت ته په ډاګه وویل چې زه په عاجل ډول ددغه ډول کتابونو د لیرې کولو اړتیا وینم''.
دی وايي ''دغو کتابونو ته د بندیانو اسانه لاسرسی – چې پر هغوی په اسانۍ اغېز کوي- یو امنیتي خطر ګڼل کېږي''.
په دې کتابونو کې د اخوان المسلمین ګوند د بنسټګر حسن البنا (د جهاد لار)، د سید قطب (لار او نښې)، د شیخ یوسف القرضاي (اسلام کې حلال او حرام)، د ابو الاعلی مودودي (د اسلام د پوهاوي په لوري) او د بلال فیلیپس (د توحید اساسات) کتابونه دي.
بي بي سي ته ویل شوي، د شیخ یوسف القرضاوي، سید ابو الاعلی مودودي او بلال فیلیپس له خوا په دې کتابونو کې لیکل شوي متنونه د بریتانیايي ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
خو د حسن البنا او سید قطب کتابونه په عربي نړۍ کې د سخت دریځو د الهام سرچینه ګڼل شوې ده.
په ۲۰۱۵ کال له دغو کتابونو پر درو یې سعودي عربستان کې بندیز ولګول شو.
حسن البنا په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند بنسټګر و او سید قطب د اسلامي مفکورې سرلاری و، چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې یې د مصر اخوان المسلمین ګوند مشري کوله.