شاته

مردان: د وسله والو په ډزو کې پوليس اهلکار وژل شوی

د خېبرپښتونخوا دويم غټ ښار مردان د ساړو شاه پوليس تاڼې په اهلکارو وسله والو ډزې کړي، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی دی.

پوليس وايي، په ځوابي ډزو کې یو ملزم هم وژل شوی دی.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د مردان پوليسو ويلي، تېره شپه د ساړو شاه پولیس تاڼې په ګشتي پارټۍ د نهر سره نزدې درې موټر سايکل سورو وسله والو ډزې کړي، هېډ کانسټبل فاروق خان په ډزو کې وژل شوی او هېډ کانسټبل ماجد ژوبل شوی دی.

ويل شوي، د پولیس په ځوابي ډزو کې يو ملزم وژل شوی، او پېژندګلو یې روانه ده.

د وژل شوي پوليس اهلکار جنازه په پوليس لاين کې ادا کړی شوې ده.

په سمدستي توګه په پوليسو د ډزو زمه واري چا نه ده منلې.

نزدې 12 ورځې وړاندې د مردان په کاټلنګ سیمه کې هم د پولیسو او وسله والو ترمنځ ډزې شوې وې چې پکې د یو ترهګر د وژل کېدو دعوه شوې وه.

په نهمه جولايۍ د مردان پوليسو ويلي وو، د کاټلنګ سيمې ډي اېس پي فاروق زمان د شپې د غونډو په علاقه کې د ګشت په ډيوټۍ وو، په ګاډي یې ډزې شوي اوهغه پکې ژوبل شوی وو.

روانه میاشت د خېبرپښتونخوا پوليس ويلي، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل يو رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00