شاته

ټرمپ جمهوري غوښتونکو ته: پیسې مه ضایع کوئ، زما ملاتړ وکړئ

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې د ګڼ شمیر حقوقي او جنایي قضیو سره مخ دی، د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندیدانو څخه غوښتي چې له سیالۍ تیر شي او د ده ملاتړ دې وکړي.

ښاغلي ټرمپ په تازه انتخاباتي غونډې کې په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو وکیلانو څخه هم غوښتي چې په اوکراین نظامي مرستې دې تر هغه وخته وځنډوي تر څو پورې چې سپینه ماڼۍ د جمهور رئیس جو بایډن او کورنۍ په هکله یې پلټنو کې همکارۍ ته نه وي حاضره شوې.

ټرمپ چې تر دې دمه د جمهوري غوښتونکو ټولو کاندیدانو کې مخکښ دی د پنسلوانیا ایالت د ایري په ښار کې خپلو پلویانو ته په یوې غونډې کې وویل، "هر ډالر چې جمهوري غوښتونکي یې په ما د برید کولو لپار لګوي، په مستقیمه توګه د بایډن کمپاین ته ورکول کیږي".

مخکني جمهور رئیس په جمهوري غوښتونکو سیالانو تور ولګاوه چې میلونونه ډالر ضایع کوي او زیاته یې کړه چې دا پیسې باید د نومبر په میاشت کې چې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي، د بایډن پر ضد وکارول شي.

ټرمپ پداسې حال کې د جمهوري غوښتونکو د ملاتړ غوښتنه کړې چې فدرالي څارنوالانو په هغه دوه نور جنایي تورونه لګولي ؛ دا د هغو تورونو برخه ده چې په ښاغلي ټرمپ د محرمو اسنادو ساتلو په تړاو لیګدلي.

په ټرمپ دا تور دی چې د فلوریډا په ایالت کې پخپل شخصي استوګنځي (مارالاګو) کې په زیاته پیمانه محرم حکومتي اسناد په غیر خوندي توګه ساتلي و او لدې یې انکار کاوه چې دا اسناد د تحقیقاتو لپاره چارواکو ته وسپاري.

په تازه تورونو کې چې په ټرمپ لګیدلي ویل شوي چې هغه او دوه مامورینو یې کوښښ کړی په مارالاګو کې څارنه پدې خاطر له منځه یوسي چې د عدلیې وزارت په تحقیقاتو کې خنډ پیدا کړي.

خو د دې ټولو سره سره، ټرمپ د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په سر کې دی او که له یوې خوا پر هغه تورونه انباریږي، له بلې خوا ښاغلی ټرمپ په انتخاباتي مبارزو کې له همدې تورونو څخه د ملاتړ د جلبولو لپاره ګټه اخلي.

دا مخکښ جمهوري غوښتونکی کاندید په جمهور رئیس بایډن تور لګوي چې د عدلیې وزارت څخه په ګټې اخیستو کوښښ کوي چې خپل اصلي سیاسي مخالف زخمي کړي خو سپیې ماڼۍ څو ځله ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن پدې قضیو کې هیڅ ډول لاس نلري.

ډونالډ ټرمپ د همدې تیرې شنبې په ورځ یوې غونډې کې خپلو پلویانو ته وویل چې د تورونو دا بریدونه یوازې په هغه نه بلکې په ټولو هغو کسانو دي چې د ده ملاتړ کوي.

هغه وویل، "هغوي ما رسمي نه تورنوي، هغوي تاسو تورنوي او زه یوازې د دوي په مخکې ولاړ یم".

ټرمپ خپلو پلویانو ته وویل چې په تورونو لګیدو ویاړي ځکه چې د هغه په وینا دا کار د ولس لپاره کیږي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه، " هر وخت چې سخت دریځه کین اړخي دموکراتان، مارکسیستان، کمونیستان او فاشیستان ما په رسمي توګه تورنوي، زه یې د ځان لپاره ویاړ بولم ځکه چې زه ستاسو لپاره تورنیږم".

خو څارونکي بیا وایي چې د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي مبارزې ډیرې پیسې په تحقیقاتو لګول کیږي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د "امریکا وژغورئ" په نامه د ټرمپ سیاسي کمیټې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۴۰ ملیونه ډالر په حقوقي فیسونو مصرف کړي.

دا پیسې د ښاغلي ټرمپ او همکارانو مدافع وکیلانو ته ورکړل شوي.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلینډ تیر کال د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو د مخته وړلو لپاره سابقه لرونکی څارنوال جیک سمیت د ځانګړي مفتش په توګه وګماره.

ښاغلی سمیت به د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو مشري په غاړه ولري چې د عدلې وزارت د چارواکو لخوا اوس مهال پر مخ وړل کیږي.

د عدلې وزارت پدې تحقیقات کوي چې آیا کوم شخص یا ادارې په ۲۰۲۰ کال کې چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انتخابات وبایلل، د واک د انتقال او یا د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶مې نیټې په کانګرس کې د انتخاباتي کالج د رایو په بهیر کې په غیر قانوني توګه لاس وهلی که نه.

دویمه موضوع چې د ښاغلي ټرمپ څخه پکې ترې تحقیقات کیږي، د محرمو اسنادو او سوابقو سره د ښاغلي ټرمپ چلند دی او آیا دا چې هغه پدې هکله د تحقیقاتو مخنیوی کړی که نه