شاته

چین: امریکا تایوان په سلاکوټ بدلوي

وروسته تر هغه چې متحده ایالاتو تایوان سره د ۳۴۵ ملیون ډالرو په ارزښت د امنیتي مرستو اعلان وکړ، چین په امریکا تور ولګاوه چې تایوان په سلاکوټ بدلوي.

د تایوان د چارو لپاره د چین دفتر په یوې اعلامیې کې د تایوان سره د متحده ایالاتو په نظامي مرستو جدي مخالفت څرګند کړی.

پدې اعلامیې کې ویل شوي چې د تایوان سره د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو هر ډول مرستې به د خپلې خاورې سره د تایوان یو ځای کولو لپاره د چین اراده کمزورې نکړي.

چین د تایوان ټاپو د خپلې خاورې برخه بولي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې که اړتیا یې پیدا شي په زور به یې د ځان سره یو ځای کړي.

د تایوان چارو لپاره د چین د دفتر ویاند چین بینهوا په اعلامیې کې ویلي، " مهمه نده چې د تایوان بیلتون غوښتونکي د عادي مالیه ورکوونکو څومره پیسې مصرفوي او دا هم مهمه نده چې امریکا څومره وسلې ورکوي خو دا به د تایوان ستونزې حل کولو لپاره زمونږ عزم کمزوری نکړي او یا به زمونږ دا ټینګه اراده بدله کړي چې خپل هیواد سره یو کړو".

دې دفتر همدرانګه ویلي چې په دا شان کړنو سره تایوان په یو "خطرناک موقعیت او سلاکوټ" بدلیږي او د پدې تړانګې کې د جګړې پیښیدو خطر ډیریږي.

که له یوې خوا د تایوان سره د متحده ایالاتو نظامي او نورو مرستو زور اخیستی بل پلو بیا د چین پوځ پدې تیرو څو کالونو کې د دې ټاپو په شاوخوا کې خپل نظامي فعالیتون ډیر کړي او جنګي الوتکې او جنګي کښتۍ یې هم ددې ټاپو په لور استولي دي.

د تایوان د دفاع وزارت ویلي چې نن یکشنبه جولای ۳۰ (زمري۸) یې هم ټاپو سره نږدې د چین د بحري ځواکونو ۶ کښتۍ تعقیب کړیدي.

د تایوان حکومت چې ځان د چین څخه خپلواک بولي د بیجنګ لخوا د یرغل د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو څخه وسلې اخیستل ډیر کړي.

سره لدې چې تایوان د متحده ایالاتو څخه د ۱۹ ملیارد ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پیرلي دي خو لا هم ډیرې یې د تولید او کانګرس لخوا منظوریدو کې د ځنډ له کبله ندي ورکړل شوي.

د وسلو دا تازه پلور چې تیره جمعه، جولای ۲۸ مې سپینې ماڼۍ اعلان کړ د متحده ایالاتو د جمهور رئیس هغه صلاحیت له مخې د امریکا د پوځ د ذخیرې څخه ورکول کیږي چې کانګرس منظور کړی او پدې معنی چې تایوان یې تولید ته انتظار نکوي..

واشنګټن ویلي چې تایوان ته د هوایي دفاع داسې سیستمونه ورکړي چې انسانان یې د یو ځای بل ځای ته د لیږدولو توان لري ؛ وړې وسلې، توغندي، استخباراتي او کشفي وسایل نور هغه امنیتي مرستې دي چې امریکا یې تایوان ته ورکوي.

تایوان په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د کورنۍ جګړې څخه وروسته د چین څخه بیل شوی او د هماغې نیټې راپدیخوا د چین کمونیست ګوند پدې ټاپو کې حکومت ندی کړی.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې د څو کلنو راهیسې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین مخ په زیاتیدونکي ډول نفوذ په اړوند مسلو د اختلاف له امله ترینګلې دي.

چین، د تایواني او امریکایي چارواکو هر ډول اړیکي د خپلې خاورې په توګه د یاد ټاپو د ادعا په وړاندې یوه ننګونه ګڼي.

متحدو ایالتونو په ۱۹۷۹ میلادي کال کې له تایوان سره خپلې رسمي اړیکې بندې کړي او په رسمي ډول یې د چین له دولت سره دپلوماتیکې اړیکې پیل کړې.

امریکا د "واحد چین" د پالیسۍ تائید کوي، بیجینګ د تایوان د مالکیت ادعا کوي خو واشنګټن د یاد ټاپو په اړه د چین د ادعاو ملاتړ نه کوي او تایوان ته د نظامي او دفاعي مرستو مهم مهیا کوونکی پاتې شوی دی.

بیجینګ ادعا کوي‌ چې تایوان یې د خاورې یوه برخه ده او له نورو هیوادونو سره د تایوان د هر ډول رسمي تماس سره مخالفت ښکاره کوي.