شاته

نیم‌سری څه شئ دی او څوک پرې زیات اخته کیږي؟

نیم‌سری یا مایګرن یو ډول سر درد دی چې د سر په یو اړخ کې د شدید او سخت درد سره مشخص کیږي او زیات وختونه د زړه بدۍ، کانګو او د رڼا او غږ په وړاندې د حساسیت سره مل وي، که څه هم چې دا نښې نښانې د یو شخص څخه تر بل شخص پورې توپیر لري.

اکثر ناروغان د سترګو په شاوخوا او اننګیو شاته د درد څخه شکایت کوي. د مایګرین درد د فزیکي فعالیت او حرکت له امله ډیریږي، نو دا د ناروغانو لپاره غوره ده چې لږ حرکت وکړي او د درد کمولو لپاره ارام وکړي.

ډیر ناروغان د مایګرین یا نیم سري درد د پیلیدو څخه مخکې، د لید د اخلال، د سترګو رپیدل، د مخ په یو اړخ کې د ستنې د جوخیدو په څیر درد یا په خبرو کولو کې ستونزه تجربه کوي. ډاکټران سپارښتنه کوي چې ددغه ډول علایمو او درد د رامنځته کیدو سره سم درمل وخورئ.

ځینې ناروغان ددې ناروغۍ له حملې څخه دوه ورځې دمخه د قبضیت، د مزاج د بدلون، خوړو ته سخته لیوالتیا، د غاړې د شخوالي او د ادرار (تش متیازو) د حجم او فریکونسۍ زیاتوالی په څیر علایم تجربه کوي.

د مایګرین یا نیم سری درد څو ساعته او هان څو ورځې دوام کوي، او په زیاتو مواردو کې، دا ناروغي د درد د شدت له امله د ناروغانو ورځني فعالیتونه ګډوډوي. هرڅومره ژر چې د نیم سري ضد درمل واخیستل شي، په هماغه اندازه د اعراضو شدت کمیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نیم‌سري ټولنې، نیم‌سری په دوه ډوله طبقه بندي کوي: قسطوار او مزمن. هغه کسان چې قسطواره نیم سری لري د میاشتې لږ تر لږه ۱۴ ورځې مایګرین لري، خو هغه کسان چې اوږدمهاله او مزمن نیم سری لري د دریو میاشتو لپاره یا زیات وخت د میاشتې له نیمایي څخه د ډیرو ورځو لپاره نیم‌سری لري.

د هر نیم‌سری پای یو حالت دی چې ورته د " نیم‌سری خمار" ویل کیږي او له ۸۰ سلنې څخه ډیر ناروغان یې تجربه کوي. دا حالت د ستړیا، د بدن درد، د تمرکز ستونزې، ګنګسیت او د رڼا څخه د حساسیت سره مل وي.

څه شئ د نیم‌سري سبب کیږي؟


د مایګرین یا نیم سري اصلي لاملونه او عوامل لا تر اوسه نه دي معلوم، خو ساینس پوهان په دې باور دي چې وراثت په دې ناروغۍ کې ښکیل دی. ډیر کسان د نیم سري کورنۍ تاریخچه لري او ډیر وختونه د دوی د والدینو یو تن – پلار یا مور - هم په دې ناروغۍ اخته وو.

اکثره ناروغان د نیم سري په ناڅاپي درد اخته کیږي، په دې معنی چې دوی هیڅ داسې کار ندی کړی چې ددې ناروغۍ د حملې یا هڅولو سبب شي.

خو ځينې محيطي عوامل لکه د هوا بدلون، د ځينو خاصو خوراکونو خوړل، اوږده لوږه او تنده په تېره بيا د روژې په مياشت کې، ډېر ويده کېدل، پوره خوب نه کول، د الکول څښل، هورمونونو بدلونونه، په ځانګړې توګه په ښځو کې او مغزي صدمې د دې ناروغۍ لامل کېږي.

نیم سری د هر جنس، عمر او نژاد لرونکو کسانو کې عام دي، خو ښځې پدې ناروغۍ ډیرې اخته کیږي، داسې چې پدې ناروغۍ باندې د ښځو اخته کیدل د نارینو درې چنده دي. څیړنو ښودلې چې د میرمنو په بدن کې هورموني بدلونونه د دې لامل کیږي چې دوی په نیم سري ډیرې اخته شي.

په ډیرو قضیو کې، نجونې د خپل لومړني میاشتني عادت سره سم دا درد تجربه کوي، او ډیری میرمنې چې پدې ناروغۍ اخته دي د خپلې امیندوارۍ په دوره کې په نیم سري اخته کیږي.

د نیم سري لپاره هیڅ ډول د وینې معاینه یا راډیولوژیکي معاینه نشته چې پر بنسټ یې دا ناروغي تشخیص شي او یوازې د ناروغ شخصي او کورنۍ تاریخچه اخیستل د دې ناروغۍ په تشخیص کې له ډاکټر سره مرسته کوي.

د نیم‌سري درملنه

د نیم سري لپاره دوه ډوله درملنه شته. یو یې د درملنې حاده طریقه ده، چې ناروغانو ته د درد پر وخت د درد درملو سپارښتنه کیږي چې د درد کمولو او د ناروغۍ د پرمختګ او د هغې د نښو د خرابیدو د مخنیوي سبب شي.

بل ډول یې د مخنیوي یا وقایې درملنه ده چې د حملو تکرار، شدت او اوږدوالی را لنډوي او ناروغان د مایګرین د برید د تجربه کولو دمخه ځانګړي درمل اخلي.

د درملو پرته لارې چارې لکه د ورځني ژوند په بڼه کې بدلون، د هغه عواملو څخه ډډه کول چې دغه ناروغي رامنځته کوي په ځانګړي توګه د سترس او رواني فشار کمول او فزیوټراپي هم د مایګرن یا نیم سري د تکرار او شدت د کمولو لپاره ګټور تمامیدای شي.