د نېټو سرمشریزه: سویډن ته د غړیتوب لاره هواره شوه، صدر زلنسکي وایي ښکاري د اوکراین منلو ته تیار نه دي
واشنګټنن - د نېټو سيکرټري جنرل جېنز سټولټنبرګ د نهې- سې شنبې په ورځ ويلي په پوره باور سره ويلی شي ترکي به په نيټو اتحاد کې د سويډن د شاملېدو ملاتړ کوي او په لیتوانيا کې د نېټو دوه ورځنۍ غونډه به تاريخي وي.
سټولټنبرګ ویلي دا غونډه به په نېټو کې د اوکراين د شاملېدو په اړه هم يو قوي او مثبت پيغام ورکړي. اتحادیانو سویډن ته د غړیتوب ورکولو پر ګډ متن بحث کړی، خو وایي پر دې خبره متفق دي چې تر څو پر اوکراین د روس بریدونه روان وي په نېټو کې د اوکراین پر شاملېدو فکر نه کوي.
په نېټو کې د شاملېدو لپاره دې اتحاد ته اړتیا ده چې د خپلې تګلارې په پینځمه ماده کې هغه اصل پر ځای کړي چې وایي د نېټو "پر یوه غړي د کوم هېواد برید به پر ټولو برید" ګڼل کېږي.
د نېټو تر غونډې مخکې د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي ویلي دي، دا حالت ورته د منلو وړ دی، خو په ټویټ کې یې شکایت کړی چې د متن پر محدودو خبرو بحث شوی او داسې ښکاري چې د نېټو مشران په اتحاد کې د اوکراین شاملېدو ته تیار نه دي:
"د دې مانا دا ده چې له روس سره په خبرو کې په نېټو کې د اوکراین پر غړیتوب د سودا لپاره د فرصت یوه کړکۍ پرانیستې پرېښوول کېږي او دا د روس لپاره په دې مانا ده چې خپلې ترهګرۍ ته دوام ورکړي".
ټاکل شوې چې ولسمشر زلنسکي هم د شورو- چارشنبې په ورځ د نېټو سرمشریزې غونډې په دویمه ورځ لیتوانیا ته ورشي او په دې غونډه کې ګډون وکړي.
په نېټو کې د اوکراين د شاملېدو مسله د ځنډ ښکار ځکه ده چې غړي هېوادونه لا ټول په يوه خوله نه دي.
امريکا ويره څرګندوي چې که دا وخت اوکراين په نېټو کې شامل شي دا به د ايټمي طاقت روس سره د نېغ په نېغه جګړې سؤب وګرځي او بل دا چې د اوکرين نه غوښتنې کيږي کيف به اول ضروري اصلاحات کوي نو هله به ورته په دغه پوځي اتحاد کې د ګډېدو اجازت ورکول کيږي.
د نېټو مشر سټولټنبرګ ويلي په وېلنيس کې د نېټو غونډه د پيل کېدو نه وړاندې تاريخي ګرځېدلې ځکه چې د ترکي د صدر طيب اردوان سره د مياشتو راهسې روان ملاقاتونو نتيجه ورکړې او ترکي رضا شوی په نېټو کې د سويډن د شاملېدو مخالفت پريږدي.
ترکي سټاکهوم په دې تورنوي چې د ترکي د يو سياسي ګوند په اړه کوټلي ګامونه نه پورته کوي چې د انقره په نظر کې توندلارې ډله ده.
اردوان ژمنه کړې د ترکي د پارلمان نه به د سويډن په اړه منظوري اخلي او د دې تر څنګ د نېټو يو بل غړی هېواد هنګري هم لا پاتې دی چې نېټو ته د سويډن د ورتلو منظوري ورکړي.
ترکي تر اخره کوښښ کاوه چې نېټو ته د سويډن د ورتللو مسله په يورپين يونين کې د ترکي شاملېدو سره وتړي ځکه انقره غواړي په يورپي اتحاد کې شامل شي.
ولسمشر جو بايډن د نهې په ورځ چې د غونډې د وړومبۍ ورځې په ختمېدو د اردوان سره ويني د خبر هرکلی کړی. بايډن په يو بيان کې ويلي “زه تيار يم چې په يورو ايټاانټېک سيمه کې د دفاع مضبوطولو په لړ کې د اردوان سره شريک کار وکړم. زه وزير اعظم کرېسټرسن او سويډن ته د نيټو د 32 غړي جوړېدو ته سترګې په لار يم او د دې هرکلی کوم”.
د امريکا د ملي امنيت کونسل يو وياند د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ته ويلي “امريکا تل په يورپين يونين کې د ترکي د شاملېدو ملاتړ کړی او بيا به يې هم کوي. د ترکي د درخواست مسله د ترکي او يورپين يونين تر منځ ده”. هغه وويل د امريکا توجه دا وخت په نېټو کې د سويډن د شاملېدو په حقله ده.