شاته

افغانستان له بنګله دېش نه د لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله؛ نبي ۱۵۰ ویکټې پوره کړې 

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دریو لوبو لړۍ د افغانستان په بري پای ته ورسېدله،‌ خو درېیمه لوبه بنګله دېش وګټله.

د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ (چنګاښ ۲۰) افغانستان بنګله دېش ته د ډېرو کمو ۱۲۷ منډو هدف وټاکه او بنګله دېش د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ.

په درېیمې لوبې کې راشد خان او محمد سلیم ونه لوبېدل او د هغوی په ځای نویو لوبغاړو عبدالرحمن او ضیاء اکبر ته چانس ورکړل شوی و.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دریو لوبو دا لړۍ د همدې میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوې وه.

افغانستان لومړی هېواد شو چې له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا له بنګله دېش څخه په بنګله دېش کې د لوبو لړۍ ګټي. افغانستان لومړۍ دوې لوبې وګټلې.

د دغو سیالیو غوره لوبغاړی افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي شو چې په دریو لوبو کې یې اته لوبغاړي‌ سوځولي وو.

د افغانستان د ملي‌ لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي امریکا غږ ته په مرکې کې ویلي وو چې د بنګله دېش سره د لوبو د لړۍ په ګټلو سره د راروان اسیا کپ او نړیوال کپ سیالیو ته د هغوی مورال لوړ شوی او په عالي‌ روحیې سره به دغو سیالیو ته ځي.

بل لوبغاړي رحمان الله ګربز،‌ چې په دویمې لوبې کې یې سلیزه کړې وه، هم امریکا غږ ته په ځانګړې مرکې کې ویلي وو چې د بنګله دېش سره لوبې دوی اسیا کپ او نړیوال جام سیالیو ته ښه اماده کوي.

اسیا کپ د اګست په وروستیو او نړیوال جام د اکتوبر په میاشت کې په هند کې پیلېږي.

د محمد نبي ۱۵۰ ویکټې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مجرب لوبغاړي محمد نبي په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۵۰ ویکټې پوره کړې. ده د بنګله دېش د لوبغاړي شکیب الحسن په سوځولو سره دا کار وکړ.

محمد نبي د افغانستان د هغو لوبغاړو له ډلې څخه دی چې د کرکټ د ملي لوبډلې له اولو ورځو څخه لوبېږي او د لوبډلې تر ټولو مجرب لوبغاړی ګڼل کېږي.

دی د افغانستان د ۲۰ اوریزو لوبو کپتان هم و، خو د تېر نړیوال جام له سیالیو وروسته یې له کپتانۍ څخه استعفی ورکړه.

افغانستان له بنګله دېش سره دوې شل اوریزې لوبې هم لري چې د جولاۍ په ۱۴ نېټه پیلېږي.