شاته

د ناروې د کډوالو شورا:‌ طالبانو کابل کې د بې ځایه شویو کمپ نړولی، دوه ماشومان مړه دي

د ناروې د کډوالو شورا وايي، طالبانو په کابل کې د داخلي بې ځایه شویو یو کمپ ویجاړ کړی او په ترڅ کې یې دوه ماشومان مړه شوي دي.

د دې خیریه موسسې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې، د طالبانو مقاماتو د دوشنبې په ورځ جولای ۱۰ (چنګاښ ۱۹) په زوره خلک له دغه کمپ څخه ایستلي او له امله یې په سلګونو کورنۍ بې کوره شوې دي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا مشر، نیل ټرنر له خولې ویل شوي: "د کابل چارواکو د خورا زیانګالو کورنیو له کورونو په ایستلو سره په افغانستان کې د بې ځایه شویو کورنیو د کړاونو په اوږد کتاب کې یو بل فصل اضافه کړ."

دوه مړه شوي ماشومان ۱۵ او څلور کلن ښودل شوي دي. د ناروې د کډوالو شورا له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره له کمپ څخه د کډوالو د ایستلو بهیر ودروي او د هغوی حقونو ته درناوی وکړي.

طالبانو تراوسه د دوو ماشومانو د مړینې په اړه څه ندي ویلي، خو د طالبانو له خوا اداره کېدونکې د کابل ښاروالي وايي چې د بګرامۍ ولسوالۍ اړوند د کابل ښار په ۲۲مه ناحیه کې پر غصب شوې دولتي ځمکه جوړ شوي کورونه یې ویجاړ کړي او پلان لري چې پر دغه ځمکه باندې زرغونې سیمې او سرک جوړ کړي.

د کابل ښاروالۍ ته منسوبې ټویټرپاڼې کې ویل شوي: "یو شمېر فرصت غوښتونکو او غاصبانو په بیلابیلو پلمو په تېرو کلونو کې د سل جریبه دولتي ځمکې په غصب لاس پورې کړی وو، چې تر پیژندلو وروسته په دې سیمه کې د غاصبانو ناقانونه تاسیسات ویجاړ شول."

د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو په اساس، د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې نږدې شپږ میلیونه خلک داخلي بې ځایه شوي دي.

په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په شمالي او جنوب لویدیځو ولایتونو کې د ناامنیو له کبله په زرګونو کورنۍ کابل ته کډه شوي او په دغه ښار کې د داخلي بې ځایه شویو دپاره په ځانګړیو شویو کمپونو کې دېره شوي دي.