شاته

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د قران سوځولو په اړه بیړنی بحث وکړ 

ملګري ملتونه وايي چې نفرت پاروونکي بیانونه په هر ځای کې مخ په زیاتېدو دي او په همدې حال کې د بشري حقونو شورا د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ (سرطان۲۰) د قران سوځولو د وروستیو پېښو په اړه بېړنۍ مناظره کړې ده.

د تېر لوی اختر په لومړۍ ورځ، په سویډن کې مېشت عراقي سلوان مومیکا د یو لوی جومات مخې ته د قران یوه نسخه وسوځوله او دې کار په نړۍ کې د مسلمانانو غوصه وپاروله.

یو شمېر اسلامي هېوادونه او د اسلامي همکارۍ سازمان، چې د قران سوځولو د پېښو د مخنیوي په اړه د بحث غوښتونکي دي، هیله لري چې د نن او یا همدې اوونۍ تر پای پورې ملګري ملتونه په دې اړه پرېکړه لیک خپور کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ترک وویل چې د قران د سوځولو وروستۍ پېښې ظاهرآ د «تحقیر ښودلو او غوصې پارولو په هدف شوې، چې د خلکو ترمنځ درز پیدا او د نظرونو اختلافات په نفرت او خشونت بدل شي.»

نوموړي وویل د فردي بارونو او عقیدو وراخوا، خلک باید له یو بل سره په درناوي چلند وکړي. هغه زیاته کړه: «د مسلمانانو په ضد څرګندونې او پاروونکې خبرې، له اسلام څخه ویره، له یهودانو سره ضدیت، هغه خبرې او کارونه چې مسیحیان او یا هم د احمدیانو، بهایانو، ایزدیانو او نورو په څېر اقلیتونه په نښه کوي، د مطلقې بې احترامۍ ښکارندوی دي.»

ترک وویل چې د نفرت پاروونکو خبرو سره باید د خبرو، پوهې، د خلکو د پوهولو د کچې د لوړولو او د ادیانو ترمنځ د تعامل په اساس مقابله وشي.

هغه زیاته کړه چې د ټولنیزو رسنیو د پراخ موجودیت له کبله او په داسې حال چې په ملي‌ او نړیواله کچه د دوه قطبي کېدو اختلافات ډېرېږي، په هر ځای کې پاروونکې بیانونه مخ په زیاتېدو دي.

هغه په دې باور دی چې دا ډول کارونه د خلکو لپاره زیان اړوونکي دي او د ټولنو ترمنځ پیوستون ته زیانمنوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، چې مرکز یې د سویس په ژنیو کې دی، هرکال په منظم ډول درې غونډې کوي. اوس یې دویمه غونډه روانه ده چې د جمعې په ورځ به ختمه شي.