شاته

روس د نېټو تر غونډې مخکې د اوکراین پر اوډیسه او کیف ښارونو ډرون بریدونه کړي

واشنګټن ــــ د اوکراین پوځ په لیتوانیا کې د نېټو سرمشریزې تر پیلېدو څو ګنټې مخکې وویل، چې روسي ځواکونو نن سهار د اوډیسه پر جنوبي بندر او مرکزي ښار کیف باندې 28 کامیکاز ډرون بریدونه کړي دي.

نن د لیتوانیا په ویلنیس ښار کې د نېټو دوه ورځنۍ سرمشریزه غونډه پیلېږي چې د امریکا د صدر په ګډون د دې اتحاد ټول مشران ور رسېدلي او ټاکل شوې چې له نورو مسایلو سره سره به پکې پر دې موضوع بحث کېږي چې څنګه پر اوکراین د روس د بریدونه مخه ونیول شي.

د اوکراین هوایي ځواک وایي هوایي دفاعي سیسټم یې د شاهد په نوم د ایران جوړې هغه 26 ډرون ویشتلي او را غورځولي دي چې روس ور ویشتلي وو.

چارواکي وایي پر اوډیسه بندر باندې 22 ډرون ور ویشتل شوي وو او دوو پکې د بندر انتظامي ودانۍ ویشتلې ده.

د اوډیسه ایالت ګورنر اولیه کایپر د ټیلیګرام له لارې په خپل پیغام کې ویلي، چې د برید له کبله اوډیسه بندر ته نیژدې د غلو دانو یو ځای او یو بل ټرمینل اور اخیستی خو وایي ژر بیرته وژل شوی او کوم زیان او مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

د اوکراین پوځي چارواکي وایي د پایتخت کیف خواته چې کوم ډرون ور ویشتل شوي وو ټول یې را غورځولي خو وایي د تباه شویو ډرون الوتکو ټوټو یو شمېر کورونه زیانمن کړي دي.

د کیف د پوځي انتظامیې مشر سرهي پوپکو پر ټیلیګرام باندې پخپل یو پوسټ کې ویلي، "دښمن په دې میاشت کې په دویم ځل پر کیف هوایي برید وکړ".

رویټرز خبري ایجنسۍ ته د اوکراین د پایتخت کیف اوسېدونکو عیني شاهدانو ویلي چې د هوايي بریدونو په مهال یې د هوايي دفاعي سیسټم په څېر داسې ږغونه واورېدل چې د ډرون د بریدونه مخه نیسي.

مرکزي ښار کیف ته د نیژدې سیمې یو پوځي مشر روسلان کراشینکو پر خپل فیسبوک لیکلي، چې د کیف په شاوخوا سیمو کې د 12 د خلکو د استوګنې کورونه او یوه څو منزله ودانۍ د ویشتل شویو ډرون الوتکو د ټوټو له کبله لږ زیانمن شوي دي، خو وايي چاته پکې څه زیان نه دی رسېدلی.

پر اوکراین د روس د یرغل اوس تر 500 زیاتې ورځې کېږي خو لا داسې نه ښکاري چې ژر دا جګړه تم شي. په دې جګړه کې د اوکراین په زرګونو خلک وژل شوي، په میلینونو بې ځایه شوي او ګڼ ښارونه یې زیانمن شوي دي.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

جېنټ یېلن: د امریکا او چین خبرو کې پرمختګ شوی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00