شاته

له امریکا شړل شويو یو شمېر پخوانيو پوځیانو اجازه ترلاسه کړې چې بیرته امریکا ته راشي

سږ کال د امریکا د خپلواکۍ ملي ورځ د هغو یو شمیر پخوانيو عسکرو د پاره ځانګړې وه چې له امریکا د شړل کېدو او بیرته راستنېدو وروسته یې په لومړي ځل د امریکا پر خاوره دغه ورځ ونمانځله.

دا هغه غیر امریکايي اتباع عسکر دي چې د ځینو قانوني مشکلاتو له امله له امریکا ایستل شوي وو او د بایډن حکومت د یو نوي قانون د لارې بیرته امریکا ته راوستل.

لارا میزا په کال ۲۰۰۳ کې په عراق کې د امریکايي قواو غړې وه. له جګړې نه پس هغه د رواني مشکلاتو له کبله په مخدره موادو روږدې شوه او بیرته خپل پلرني هیواد کوسټریکو ته واستول شوه. اوس هغه ۱۴ کاله پس د امریکا د ولسشمر جو بایډن د حکومت د نوي قانون له مخې بیرته امریکا ته ستنه شو‌ې ده.

دا نوی قانون چې د مهاجرو امریکايي عسکرو او پخوانیو سرتیرو دپاره تصویب شویدی، هدف یې له هیواده ایستل شوي پخواني عسکر بیرته امریکا ته راستنول دي.

لارا میزا وايي، یو انسان چې جګړې ته ځي نو داسې څه ورسره پیښیږي چې کله یې تصور هم نشي کولای. هغه وايي: "په یو مهال د ډېرو خلکو ژوبلېدل وینې، داسې صحنې وینې چې انسان ته صدمه رسوي او همدې صدمې زه هم اغیزمنه کړم او ژوند مې له واکه ووت."

هیکټر براهاس د هغو امریکایانو د حقوقو دپاره کار کوي چې د مختلفو علتونو له کبله له امریکا ایستل شویدي. هغه وايي د پخوانیو امریکايي عسکرو له هیواده ایستل له کال ۱۹۹۶ نه پیل شویدي. د نوموړي په خبره، په تیرو ۲۰ کالو کې د څلورو حکومتونو د بدلېدو نه وروسته، اوسنۍ ادارې د دې عسکرو غم وخوړ.

هیکټر براهاس د امریکا په پوځ کې د شپږ کالو د وظیفې نه پس په درناوي سره رخصت شوی و خو وروسته د ډزو په یوه پیښه کې د لاس لرلو لکه کبله اول دوه کاله بندي وو او بیا بیرته مکسیکو ته واستول شو. څو کاله پس هغه ته عفوه وشوه او اوس د یو امریکايي تبعه په توګه د نورو پخوانیو عسکرو د حق دپاره غږ پورته کوي.

براهاس وايي: "چا چې د امریکا دپاره قرباني ورکړې وي هغه باید د امریکا په خاوره د ژوند حق ولري. دوی که مړه په امریکا کې ښخېدی شي نو ژوندي هم پکې وخت تیرولی شي. نو لکه د نورو پخوانیو عسکرو دوی هم حق لري چې د امریکا د ازادیو او نوم نه برخمن شي."

هیکټر براهاس د مکسیکو او امریکا ترمنځ د سرحدي سیمې ته راغلی چې د پخوانيو عسکرو د ملاتړ دپاره یو مرکز کار کوي. په دوی کې یو هم هوز ویلاسکو دی. نوموړی وايي: "زما کړوسیان، زما لمسیان او زما بچیان په امریکا کې ژوند کوي. زما کورنۍ امریکا کې ده . نو زه هم حق لرم چې د امریکا د یو تبعه غوندې حقوق او امتیاز ولرم."

د ښاغلي ویلاسکو په څیر عسکر کولی شي چې له امریکا بهر یو شمیر امتیازات ولري خو د امریکا دننه چې ترڅو ورته قانوني لاره نه وي هواره شوې، هیڅ حقوق نه لري. پخوانۍ عسکره لارا میزا چې د ۱۴کلونو انتظار وروسته امریکا ته ستنه شوې، هیله منه ده چې نور پخواني عسکر هم ډیر ژر خپل کور امریکا ته راستانه شي.