شاته

حقاني: ټویټر تر میتا غوره دی، د بیان د ازادۍ تحمل لري

د طالبانو یو مقام انس حقاني، چې د طالبانو په حکومت کې رسمي‌ دنده نلري، د ټویټر ټولنیزه شبکه ستایلې ده چې د بیان د ازادۍ لپاره یې د هغه په خبره ښه چوکاټ برابر کړی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني‌ ورور، انس حقاني‌ د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ (چنګاښ ۲۰) په خپل ټویټر کې په انګلیسي‌ ژبې لیکلي‌ دي چې «ټویټر د نورو ټولنیزو شبکو په پرتله دوه ښه والي» لري.

هغه لیکلي‌ دي: «لومړی ښه والی یې د بیان ازادي ‌ده. او د ټویټر دویم امتیاز عمومي ماهیت او اعتبار یې دی.»

انس حقاني په خپل دغه ټویټ کې د میټا په ټولنیزې شبکې،‌ چې فیسبوک یې هم برخه ده، یو ډول انتقاد کړی چې د ټویټر «په څېر د زغم پالیسي» نلري.

نوموړی په ټویټر کې نژدې ۵۵۰ زره فالورز او ملګري لري. میتا تازه د ټویټر په مقابل کې د «تریدز» په نامه د ټولنیزو رسنیو یوه بله شبکه فعاله کړې.

د میتا او ټویټر د مالکانو مارک زکربرګ او ایلن ماسک ترمنځ رقابت تر دې اندازې پورې رسېدلی چې یو بل ته یې ګواښونه کړې چې د پنجرې په منځ او قفس کې به یې سره معلومه کړي.

متیا څو میاشتې مخکې د طالبانو تر څار لاندې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د فیسبوک پاڼه وتړله او ویې ویل چې په دې پاڼې کې د میتا د اصولو خلاف مواد خپرېدل. د میتا له دغه اقدام وروسته د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له ټویټر څخه هم وغوښتل چې په د طالبانو حسابونه وتړي، خو ټویټر تر دې دمه کوم اقدام نه دی کړی.

انس حقاني داسې مهال په ټویټر کې د بیان ازادي او زغم پالیسي ‌ستایلې ده چې طالبانو په افغانستان کې په رسنیو کلک بندیزونه لګولي او د نشراتو لپاره یې په خپله خوښه تګلاره ټاکلې او د ډېرو په باور د زغم پالیسي هم نلري.

طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر هغه کاروونکي نیولي،‌ بندیان او شکنجه کړي ‌دي‌ چې د طالبانو په ځینو تګلارو یې نیوکې او انتقادونه کول.

څه موده مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو راپور کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالی پر زیاتیدو اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې ( ۲۰۲۲ مۍ -۲۰۲۳ مۍ) دغه مرکز د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۱۳ پیښې ثبت کړي، چې د وړم کال د همدې مودې پرتله ۶۴ فیصده زیاتوالی ښيي. دغه مرکز د معلوماتو له مخې وړم کال کې (۲۰۲۱مۍ -۲۰۲۲ مۍ)، ۱۳۰ پیښې ثبت شوې وې.

د تیرکال د تاوتریخوالي په پیښو کې د افغان غږ خبري اژانس (آوا)، د یو خبریال حسین نادري وژل کیدل او لږ تر لږه د ۲۱ نورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو ټپي کیدل هم شامل دي.

همداشان د افغانستان د خبریالانو مرکز له خوا د تاوتریخوالي په ثبت شویو ۲۱۳ پیښو کې د خبریالانو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي شپږ پیښې، ګواښونو ۱۱۵ پیښې، او د خبریالانو د نیولو ۷۰ پیښې شاملې دي.

ملګروملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په ناسم وضعیت باندې ژوره اندیښنه ښودلې او د طالبانو څخه يې د بیان ازادۍ ته د درناوي غوښتنه کړې وه.