شاته

جرمني میشتي یو شمېر افغانان وايي د افغان سفارتونو او کابل ترمنځ نه همکارۍ یې ستونزې زیاتې کړي

په جرمني کې میشت یو شمېر افغانان وايي، په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او کابل تر منځ د همکارۍ نشتوالي د دوی قونسلي چارې سختې کړي او لګښتونه یې زیات کړي دي.

د جرمني د بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ته هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ افغانان د خپلو اسنادو دپاره مراجعه کوي. د قونسلګرۍ مسوولین وایي چې دا شمېر په افغانستان کې د تیر حکومت د وخت په پرتله ډېر زیات دی ځکه په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان مهاجر شوي او ډیر یې جرمني ته تللي دي.

افغان کډوال اجمل نظري چې د خپل تازه زیږېدلي زوی د زېږېدو سند د ترلاسه کولو دپاره دغې قونسلګرۍ ته مراجعه کړې ده، د قونسلي خدمتونو د فیسونو له لوړوالي شکایت کوي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "مخکې د دوی فیس کم وو خو اوس یې ډېر زیات کړی دی. مثلاً د نکاح خط دپاره اوس دوی ۷۰ یورو اخلي. موږ له خلکو پوښتنه کړې او وايي چې قونسلګري په همدې پیسو د قونسلګرۍ چارې چلوي."

د جرمني د بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ته هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ افغانان د خپلو اسنادو دپاره مراجعه کوي.
د جرمني د بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ته هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ افغانان د خپلو اسنادو دپاره مراجعه کوي.

په جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو کې د افغانستان په هغو سفارتونو او قونسلګریو کې چې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې کار نه کوي، د نویو پاسپورتونو وېش او د حقوقي وکالت چارې په ټپه درېدلي دي. دغو ادارو ته مراجعه کونکي افغانان وايي،دې کار له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په جرمني کې افغان کډوال احمد یما نورزی وايي، د پاسپورټ موده یې پای ته رسېدلې او د همدې دپاره یې په بن کې د افغانستان قونسلګرۍ ته مراجعه کړې ده. هغه د قونسلګرۍ له خوا د پاسپورت د تمدید اعتبار ته اندېښمن دی.

ښاغلي نورزي امریکا غږ ته وویل: "ځینې دوستان شته چې پر پاسپورت یې د تمدید دا سټېکر لګېدلی وي خو دوی پرې بهرنیو هیوادونو ته سفر نه شي کولی. ځینې محصلین بهرنیو هیوادونو ته د ریسرچ لپاره ځي او دا یو لوی درد سر دی."

په بن کې د افغان قونسلګرۍ یو شمېر مسوولینو امریکا غږ ته د نوم نه خپرېدو په شرط وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته، له کابله دوی ته لګښتونه نه لېږل کیږي او دوی اړ دي چې له قونسلي خدمتونو څخه د چارو لګښتونه پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت مقامات وايي د ایران، ترکیې، پاکستان، روسیې او چین په ګډون یې لږ تر لږه ۱۴ هیوادونو ته خپل دپلوماتان استولي او هڅه کوي چې په نورو هېوادونو کې هم د افغانستان د دپلوماتیکو ماموریتونو مسولیت ترلاسه کړي.