شاته

ترکیه د سویډن سره په ناټو کې د غړیتوب په اړه خبرې کوي  

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ترکیې او سویډن لوړپوړي ډیپلوماتان به سبا د پنجشنبې په ورځ د ناټو په مرکزي دفتر کې سره وویني ترڅو په دې تړون کې د شاملیدو لپاره د سټاکهولم د وړاندیز په اړه خبرې وکړي.

سټولټنبرګ د چهارشنبه په ورځ جون ۲۸ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "اوس د دې وخت رارسیدلی چې سویډن ته د ناټو د بشپړ غړي په توګه هرکلی ووایو."

د ناټو همکاران پر ترکیې فشار راوړي چې د جولای په ۱۱ او ۱۲ په لیتوانیا کې ددې تړون د سرمشریزې په ترڅ کې د سویډن غړیتوب ته شین څراغ ورکړي.

خو انقره د څو میاشتو راهیسې د متحده ایالاتو په مشرۍ پدې پوځي تړون کې د شاملیدو لپاره د سټاکهولم د هڅو مخنیوی کوي.

ښاغلي سټولټنبرګ د دې اونۍ په پیل کې ویلي وو چې په دې خبرو کې به د ترکیې، سویډن او فنلنډ د بهرنیو چارو وزیران او د استخباراتو سلاکاران برخه ولري.

سویډن د فنلنډ سره یوځای پر اوکراین باندې د روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د پوځي یرغل وروسته د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې د ناټو په تړون کې د شاملیدو لپاره خپل غوښتنلیک وړاندې کړ، خو د غړیتوب غوښتنه یې چې باید د ټولو ۳۱ غړو هیوادونو لخوا تصویب شوی وای د ترکیې او هنګري لخوا بنده شوې ده.

لویدیځو مقاماتو هیله ښودلې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به تیره میاشت په سختو انتخاباتو کې د بریا وروسته د دپلوماتیکو تورونو په اړه خپل دریځ نرم کړي.

د ترکیې لویدیځو متحدینو او سټاکهولم ټینګار کړی چې سویډن د هغه تړون شرایط پوره کړي چې تیر کال یې له انقرې سره پرې موافقه کړې وه.

په دې تړون کې د ترکیې پر وړاندې د کردستان د کارګرانو ګوند PKK، په ګډون د کردي مخالفینو د خوځښتونو د ځپلو ژمنه هم شامله ده، چې د انقرې لخوا په تور لیست کې شامل دي او هغوی "ترهګرې" ډلې ګڼي.

ترکیې د تیر کال په پیل کې د سویډن د شمالي ګاونډي فنلینډ پر وړاندې خپل مخالفت پای ته ورساوه او پدې توګه هیلسنکي د اپریل په میاشت کې د ناټو غړی شو.

دا پداسې حال کې دي چې د سویډن پولیسو ویلي دي چې دوی یوې مظاهرې ته اجازه ورکړې چې تنظیم کونکي ښایي د چهارشنبې په ورځ جون ۲۸ د پلازمینې ستاکهولم د لوی جومات بهر د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچوي.

په یو لیکلي بیان کې، د سویډن د پولیسو څانګې ویلي چې د قرآن کریم د سوځولو سره تړلي امنیتي خطرونه "داسې بڼه نه درلودله چې د موجوده قوانینو له مخې د [د مظاهره کوونکو] د غوښتنې د ردولو پریکړه توجیه کړي."

د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم یو شمېر مظاهره چیانو په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم نسخې ته اور واچاوه، چې له امله یې په هغه هېواد کې دوه اونۍ مظاهرې وشوې او د یو شمېر اسلامي هېوادونو سخت غبرګونونه یې راوپارول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه وخت ددغې کړنې په اړه د غبرګون په ترڅ کې ویلي وو چې د قرآن کریم د نسخو له سوځولو وروسته باید سویډن دا تمه ونه لري چې انقره به د ناټو د غړیتوب لپاره د دغه هېواد د غوښتنې ملاتړ وکړي.