شاته

ملګري ملتونه: په سوریې کې د وسله والو ډلو لخوا د ماشومانو ګمارل مخ په زیاتیدو دی

په وسله والو شخړو کې د راګیرو ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي چې، د سوریې په ډېرو برخو کې د جګړو او نښتو له کمېدو سره سره په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو له خوا د سرتیرو په توګه د ماشومانو ګمارل په پرله پسې ډول زیات شوی دی.

ددغه راپور له مخې چې د سه شنبې په ورځ، جون ۲۷مه (د چنګاښ ۶مه) خپور شو، ویل شوي چې په سوریه کې د وسله والو ډلو له خوا د سرتیرو په توګه د ګمارل شویو ماشومانو شمېر په ۲۰۲۰ کال کې له ۸۱۳ څخه په ۲۰۲۱ کال کې ۱۲۹۶ او په ۲۰۲۲ کال کې ۱۶۹۶ ته لوړ شوی دی.

په دغه رپوار کې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د نیمايي یا ۶۳۷ قضیې د ترکیې په ملاتړ "د سوریې‌ آزادي بښوونکي پوځ" ته چې د سوریې له ډیموکراتیکو ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل وو او ۳۸۳ قضیې یې د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش اړوند د‌ "حیات تحریر الشام" تروریستي ‌ډلې ته منسوب کړي دي.

د "حق او عدالت لپاره" د سوریې د مدني ټولنې د یوې خپلواکې ادارې اجرايیوي رئیس، بسام الاحمد په دې اړه وايي چې په ټوله سوریه کې ماشومان د سرتیرو په توګه ګمارل کیږي.

د "حق او عدالت لپاره" د سوریې د مدني ټولنې د یوې خپلواکې ادارې اجرايیوي رئیس، بسام الاحمد په دې اړه وايي چې په ټوله سوریه کې ماشومان د سرتیرو په توګه ګمارل کیږي.

هغه زیاته کړه چې په ځینو مواردو کې ماشومان په زور او جبر سربازۍ ته اړ کیږي او په ځینو نورو برخو کې کم عمره ماشومان له دې امله د سربازۍ لپاره نوم لیکنه کوي چې دوی یا د دوی کورنۍ پیسو ته اړتیا لري. همدا راز د نوموړي په وینا،‌ ځینې بیا د قومي او ایډیالوژيکي موخې له امله له دغو تروریستي‌ ډلو سره یوځای کیږي. داسې هم ویل کیږي‌ دغه ګمارل شوي ماشومان، هان له سوریې څخه بهر د جګړې لپاره استول کیږي.

په وسله والو شخړو کې د راګیرو ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو تازه راپور پداسې حال کې خپریږي چې په ۲۰۱۹م کال کې، د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له ملګرو ملتونو سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ګمارل به پای ته رسوي او ژمنه یې کړې وه چې په خپله سیمه کې د ماشومانو د خوندیتوب او ساتنې یو شمیر دفترونو جوړوي.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د خپل دغه متحد ملاتړ کړی، ویلي چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه "په هغه هیواد کې یوازینۍ وسله واله ډله ده چې د ملګرو ملتونو غوښتنې ته چې د سرتیري په توګه د ماشومانو ګمارل به پای ته رسوي، ځواب ویلی دی."

خو له بلې خوا، بسام الاحمد وايي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ کال له هوکړې وروسته د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو له خوا د ماشومانو د ګمارلو کچه ټېټه شوې ده، خو دغو ځواکونو هېڅکله د نورو ډلو چې په سیمه کې د ماشومانو ګمارلو ته دوام ورکوي، د کار مخه نه ده نیولې.

هغه زیاتوي چې د دوی په منځ کې په ترکیه کې د کردانو جلا غوښتونکی منع شوي غورځنګ "انقلابي ځوانانو ډله" هم شامله ده چې کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) پورې تړلې شبکه ده. پداسې حال کې چې دغه ډله د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو سره تړلي سیمه ایز حکومت څخه د فعالیت جواز لري،‌ خو دواړو ډلو د سرتیري په توګه د ماشومانو د ګمارلو په تړاو هر ډول ښکیلتیا رد کړې ده.

خو بلخوا، د ملګرو ملتونو یو راپور په ۲۰۲۲ کال کې د "انقلابي ځوانانو ډله" ته د ماشومانو د ګمارلو ۱۰ پېښې په ګوته کړې، خو نور بیا وايي چې دا شمېره تر دې هم لوړه ده. د هغه راپور له مخې چې د جنوري په میاشت کې خپور شو، د دغه ډلې په ۲۰۲۲ کې د سوریې په شمال ختیځ کې د ماشومانو د ګمارلو له ۴۹ قضیو څخه د ۴۵ مسؤولیت پر غاړه درلوده.

په وسله والو شخړو کې د راګیرو ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو تازه راپور په داسې حال کې خپریږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په سوریه کې د ترهګرو ډلو له خوا د ماشومانو د ګمارلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د ټولو پوځي تشکیلاتو څخه یې ماشومانو د خلاصون او د هغوی د نه ګمارلو غوښتنه کړې ده.