شاته

رپورټ:  د امریکې په کانګرس د حملې په اړه پېشګي استخباراتي معلومات د پامه غورځول شوي وو

امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي او ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه د امریکې په کانګرس د ممکنه حملې په اړه پېشګي معلومات د پامه غورځولي وو او یا یې دغه معلومات ډېر اهم نه ګڼل.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبری ادارې ترمخه په کانګرس د یرغل په باره کې د استخباراتي معلوماتو په ممکنه توګه د نظر انداز کېدو دغه خبره د سېنېټ د هغه کمېټۍ مشر کړې چې د نهې، سه شنبې، په ورځ یې خپل رپورټ شایع کړو.

په رپورټ کې په کانګرس د حملې نه مخکې د استخباراتي ادارو د ممکنه نیمګرتیاو ذکر شوی دی.

په رپورټ کې په تفصیل د دې خبرې ذکر شوی دی چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ځینو پلویانو په خپلو پېغامونو کې او په انټرنېټ په څرګنده د محاصرې منصوبه بندي کوله خو استخباراتي ادارې ناکامه شوې وې چې د تشدد په امکان پوهه شي.

د رپورټ ترمخه په ګڼ شمېر استخباراتي معلوماتو کې د کال ۲۰۲۰ د ډسمبر په میاشت کې اېف بي ايي ته ورکړی شوي دا اطلاع هم نظر نداز کړی شوې وه چې د ښي لاس انتهاپسند ډلې پراوډ بوایز غړو منصوبه جوړه کړې چې د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې د ټرمپ په مقابله کې د صدر جوبایډن کامیابي په رسمي ډول د منل کېدو په موقع به په واشنګټن کې وي او په مبینه توګه یې د خلکو د وژلو سازش تیار کړی و.

د سېنېټ د هوم لېنډ سېکیورټي اېنډ ګومنټ افېیرز کمېټي یا د قومي امنیت او د حکومتي چارو کمېټۍ دا هم وویل چې حکومتي ادارې په سوشل ميډیا د هغو پوسټونونه خبر وې چې په کې په کانګرس د یرغل عکاسي کېدله او په کې د ټرمپ په ځینو پلویانو غږ شوی و چې واشنګټن ته دې مسلح ورشي، په کانګرس دې یرغل وکړي، قانون سازان دې ووژني او یا د کانګرس وداني وسوزوي چې زمین بوس شي.

د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ کمېټۍ مشر سېنېټر ګېري پیټرز وویل دا د تصور ناکامي وه چې په کانګرس د حملې خطر باوري ګڼل شوی وی. د هغه په بیان کې د ناین الېون د حملو په اړه د کمېشن د موندنو عکاسي کېدله چې په کې وېل شوي وو چې د ۲۰۰۱ د حملو په اړه پېشګي معلومات نظر انداز کړی شوي وو.

په رپورټ کې وېل شوي چې استخباراتي ادارې ناکامه شوې وې چې په نړیواله کچه د ترهګرۍ په ځای د کور دننه خطرونو ته یې توجه کړی وی. رپورټ وايي د سرکاري استخباراتي ادارو مشرانو د خېرې په اړه خبرداری ځکه هم نه کړی چې دا تصور يې نه شو کولی چې د کانګرس په ودانۍ هم حمله کېدلی شي.

سېنټر پیټرز وویل د دې خبرې په اسانه وضاحت نه شي کېدلی چې په دومره لویه شمېره کې استخباراتي معلومات څنګه مسترد کړی شول.

ای پي وايي دا لومړی ځل دی چې په کانګرس د حملې په لړ کې د جاسوسي معلوماتو د پوهېدلو په لړ کې د اېف بي ايي او ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي ناکامۍ ته یې کتنه کړې.

د سېڼېت د کمېټۍ رپورټ وايي ړ شواهدو ترلاسه کول ګران نه وو خو استخباراتي ادارو چې کوم سنګین خطر په نخښه کړی و هغه قانون نافذ کونکو ادارو ته نه و ورکړی شوی.

د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي ترجمان اېنجلو فرنېنډز په یو بیان کې وویل چې ادارې یو شمېر تبدیلۍ کړي دي چې په کې د استخباراتي معلوماتو د تجزیې مضبوطیا، د معلوماتو شریکول او د عملیاتو دپاره تیاری شامل دی.

اېف بي ايي هم په خبل جدا بیان کې وویل چې په کانګرس د حملې نه پس د معلوماتو شریکولو ته یې توجه زیاته کړې ده چې په وخت متعلقه ادارو سره اړونده معلومات شریک کړی شي.

اېف بي ايي وویل چې عزم لري چې په جارحانه توګه به د کور دننه د انتهاپسند ډلو د خطر خلاف جنګېږي.

د اېف بي ايي مشر کرېسټوفر ری د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو په لړ کې د اېف بي ايي دفاع کړې ده چې په کې په نوفوک کې د جنورۍ په پېنځمه نېټه ترلاسه شوي دا اطلاع هم شامله وه چې په کې په بله ورځ په واشنګټن کې د ممکنه جنګ خبره شوې وه.

د سېنېټ کمېټۍ وویل د اېف بي ایي په یاداشت کې د هغه نورو خطراتو ذکر نه دی شوی چې ادارې ترلاسه کړي وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

په ګلګست بلتستان کې د یاک یا د ځنګلي غويې قرباني
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00